افغانستان

کابل:ګڼ شمیرلاریونکونکو دبهرنیو ځواکونو وتل وغوښتل

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۵)کابل: پرافغانستان باندی دامریکایی یرغل دلسمی کلیزي له پره کیدو سره سم په کابل کی په سلګونو خلګو، چي ښځی نارینه، زاړه ځوانان، زدکونکي اوعامو خلګو پکي برخه اخیستي وه پرافغانستان باندی دامریکایی یرغل په خلاف سخته مظاهره وکړه، مظاهره کونکو لس کاله وړاندي پرافغانستان باندی دامریکي له لوري برید به سختوټکوسره وغانده او وافغانستان ته بهرنیو ځواکونوراتګ یی دافغانستان پرخاوره باندی دهغوی له لوري یرغل وباله.

لاریونکونکوپه افغانستان کی له یرغلګرو ځواکونوڅخه وغوښتو چی ژرترژره دي له افغانستان څخه پښي سپکی کړي.

 

درویټرخبري اژانس راپور له مخی چی نن سهار په کابل کي ګڼ شمیر ښځي اونارینه وو دامریکایانو دیرغل په خلاف په مظاهرو لاس پوري کړی وو، خبرکی راغلي چی لاریونکونکو په لاسونوکي بینران اوبیرغونه پورته کړی وو چي دامریکایانو اودافغانستان دحکومت په خلاف شعارونه ورباندي لیکلي وو، لاریونکونکو ناری وهلي  امریکایان دي چي دافغانانو ویني څښي اوپه دغه هیواد کی نورو وینوتویولو ته لمن وهي.

اوکرزي یی بیا په دی سره تعبیراوو، چي نوموړی هیڅ واک نه لري، دامریکایانو دلاس اله ده اودغرب لاسپوڅی اوغلام دي.

یو دپام وړبینر چی دوو محجبو میرمنو پورته کړی وو، ورباندی دامریکاله لوری پرافغانستان دیرغل اوبربریت ضد شعارونه لیکلي وو، اویوبل بیرغ چی نورو په چادري باندی پوښلو میرمنو پورته کړی وو ورباندی لیکلي وو بس ده نوردامریکایانو یرغل اوبربریت نه شو زغملاي.

اویو بل بینرباندی بیا دافغانستان داولسمشر حامد کرزي عکس جوړشوی وو، چی دستکلي یی په لاسونوکی وي اولاسونه یی په وینو سره ښکاریده له امریکایانوسره یی دافغانستان په اړه راتلونکي تړونونه لاسلیکول.

عینی شاهدان وایی لاریون تردرو ساعتونو پوري دوام وکړ، لاریون کونکو شعارونه ورکول دامریکایانو له لوري پرافغانستان باندی دلسو کلونو دیرغل په موده کی مو په هیواد کي له وژنو، ویني توینو، لاقانونیت، فکراومسکنت څخه بغیرنورڅه ونه لیده.

دیادولو وړده چی دډیرو مظاهره کونکوپه لاسونو کی بینران وو چي  دیوه امریکایی عکس او په څنګ کی ورته دهغه ځوان بزګر دجسد عکس رسم کړی وو کوم چي په کال ۲۰۱۰ کی یی بی له کومه جرمه اوخطاڅخه په مخامخ ډزو کی په خپل پټی کي شهیدکړی وو، چي وروسته په امریکاکی دنظامی محکمي له لوري پردغه عسکرباندی ۷ کاله قیدوختي.

عجیب انصاف اوعدالت دی هغه امریکایی عسکرچي دخوند اوساتیري لپاره یوبی ګناه مسلمان افغان شهیده وي ورباندی اوه کاله دقید سزاو اورول کیږي، اوهغه پاکستاني میرمنه چي دامریکایانو په وینا په یوه امریکایی عسکرباندی خطایی ډزي کوي په عمرابد زندان اوقید باندی محکومیږي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x