افغانستان

افغانستان کې يرغمل شوی هندي عيسايي مبلغ خوشې شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۳ل): الکسس پريم کمار د رومي کاتوليکې کليسا مبلغ و او اته مياشتې وړاندې د هېواد لويديځ هرات ولايت کې د نا څرګندو وسله والو له خوا يرغمل شوی و او تېره ورځ هند کې خپل کور ته ورسيد.

د هند صدر اعظم نريندرا مودي د نوموړي عيسايي مبلغ په خلاصيدو خوښي څرګنده کړې ده.

الکسس پريم له نيول کېدو وړاندې درې کاله يوې مسيحي مؤسسې سره دنده ترسره کوله.

هند کې د الکسس کورنۍ او مسيحي ټولنې د نوموړي په خلاصون خوښي څرګنده کړې او وايي، چې دوی له تېرو اتو مياشتو د نوموړي د خلاصون لپاره دعاوې کولې.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې الکسس پريم کمار څرنګه له بنده راخلاص شوی او د هغه يرغمل کوونکو دی د پېسو په بدل کې پريښی او که د پوځي عملياتو په مټ راخوشې شوی دی.

الکسس کمار د نوي ډيلي پر هوايي ډګر خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دی د لومړي وزير نريندرا مودي مننه کوي، چې د ده په راخلاصېدو کې يې ډېره منډه کړې او د ده کورنۍ ته يې ډاډګېرنه ورکړې ده.

الکسس کمار څلورم هندی دی، چې د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې د يرغمل کوونکو له منګولو خلاص شو.

له دې وړاندې هم درې تنه هنديان د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوي او بيا خوشې شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x