افغانستان

«طالبان له کاپیسا شمال ته تېرېدل غواړي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۳ل): د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو فعالیت او نښتې دا په ګوته کوي چې دوی له همدې لارې غواړي چې شمالي ولایتونو ته خوندي لاره پیدا کړي.

د کاپیسا اله سای، تګاب او نجراب هغه ولسوالۍ دي چې د نښتو او مرګ ـ ژوبلې خبرونه ترې ډېر ورکول کېږي.

د اله سای ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالي له مرکز پرته په نورو سیمو د طالبانو واک دی، چې له څو کلونو راهیسې د خلکو دعوې د طالبانو په محکمو کې فیصله کېږي.

د نجراب ولسوالي ولسوال عبدالودود حیدري رسنیو ته ويلي چې د دې ولسوالي له پنځو درو نه په نجراب افغانیه دره کې د طالبانو نفوذ ډېر دی او په خبره يې دا له شمال سره د نښلون مناسبه او خوندي لاره ده، چې طالبان يې د واک هڅه کوي.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري بیا وايي چې دوی څو ځلې په نجراب او تګاب کې عملیات هم ترسره کړي په خو په خبره يې لا هم طالبان پکې پراخ فعالیت لري.

پرون – یکشنبه – هم طالبانو یوازې په تګاب کې د ۱۵ عسکرو د وژلو خبر ورکړ، چې په نښتو او چاودنو کې يې وژلي دي.

تر دې وړاندې کاپیسا په تېره بیا تګاب، نجراب او اله سای د بهرنیانو لپاره مرګونې کندې ګڼل کېدې.

د ناټو تر چتر لاندې د ۸۶ وژل شویو فرانسویانو نږدې نیمايي برخه په کاپیسا کې له منځه تللي دي.

د کاپیسا ولایت په شمالي ولایتونو کې له پنجشیر سره ګډه پوله لري چې د کتونکو په وینا په کاپیسا کې د طالبانو نفوذ به د شمال پر ځای د لوګر په څېر پلازمېنې کابل ته یو بل جدي ګواښ وي.

که څه هم د کاپیسا چارواکې په  دې ولایت کې د طالبانو فعالیت د شمال لپاره د لارې موندنې هڅې بولي، خو طالبان اوس هم په بدخشان، کندوز او فاریاب کې ښکاره فعالیت لري، چې تېره ورځ يې یوازې د کندوز په امام صاحب ولسوالي کې د ۱۱ عسکرو د وژلو خبر ورکړ.

یاده دې وي د ګډ حکومت لپاره د طالبانو سږني خیبر عملیات ځکه یوه جدي اندېښنه ګڼل کېږي، چې په ژمي کې هم دغه عملیات هیڅ ټکني نه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x