افغانستان

د بشري حقوقو د څار اداره: پاکستان دې د مهاجرینو اجباري ویستل بند کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۴مه ۱۳۹۳ل): د بشري حقوقو نړیوال سازمان د پاکستان څخه غوښتي چې سیمه‌ییزو چارواکو ته فورا امر وکړي څو د افغان مهاجرینو اجباري ویستل بند کړي.

د بشري حقوقو سازمان د اسیا د څانګې مرستیال پیلم کاین (Phelim Kine) ویلي چې پاکستاني چارواکي دې افغان مهاجرین د پېښور د برید په مقابل کې نه تنګوي.

پاکستاني پولیسو د پېښور تر برید وروسته د افغان مهاجرینو په نیولو او اجباري ویستلو پیل کړی دی چې د ګډ حکومت لخوا یې هېڅ پوښتنه نه ده شوې.

پیلم کاین زیاته کړې چې «دا کار نه یواځې غیر قانوني دی، بلکې غیر انساني عمل هم دی چې افغانان داسې ځای ته لېږدول کېږي چې هلته يې د ځورونې، کړاو او ورنه بدې ګټې اخیستنې وېره ده.»

د بشري حقوقو نړیوال سازمان په باور د پاکستان د حکومت دا مسوولیت دی چې ټول افغانان که څه هم راجستر نه وي، د ځورونې، کړونې او بدې استفادې څخه په خپل هېواد کې وساتي.

د بشري حقوقو د څار ادارې د معلوماتو پر اساس په دې وروستیو کې د افغان مهاجرینو بېرته ستنېدل زیات شوي دي او په ښکاره توګه دا د سیمه‌ییزو چارواکو په زور ویستل کیږي چې د پېښور د برید وروسته یې په افغان مهاجرینو پیل کړی دی.

تر دې وړاندې د کډوالو نړیوال سازمان هم د افغان مهاجرینو د ځورونې په اړه په خپل راپور کې ویلي وو چې د جنورۍ په میاشت کې د تورخم د لارې ۲۲ زره افغان مهاجرین افغانستان ته ستانه شوي چې د ۲۰۱۴ز کال په مقابل کې دوه چنده دي.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو پر اساس اوسمهال په پاکستان ۱،۶ میلیونه افغان مهاجرین په قانوني توګه او همدومره نور په غیر قانوني توګه اوسیږي.

د کډوالو د نړیوال سازمان UNHCR د یو بل راپور پر اساس پاکستان په دې وروستیو کې ۳۸۲۹ کسان افغانستان ته په زور لیږلي او دغه کسان د پاکستان د پښتونخوا، کشمیر او پنجاب څخه ویستل شوي دي.

په کشمیر، پنجاب او خیبرپښتونخوا کې په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو سلګونه افغان عسکر نیولي، په زور یې له سیمو ویستلي او زندانونو ته یې اچولي.

زیاتره وخت پاکستاني پولیس د ټولو قانوني اسنادو سربېره مهاجرین نیسي او پیسې ترې اخلي.

د بشري حقوقو د سازمان د راپور په اړه تر دې مهاله ګډ حکومت هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او داسې بريښي چې د مهاجرینو په تنګولو کې ګډ حکومت د پاکستان سره همغږی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x