غزل – صدیق پسرلی

چې ستا سره مې مخ په مخ لیدلې اینه ده
د زړه تر پښو مې سل ځایه ختلې اینه ده

له لیرې روڼه لمر درته نیولې اینه ده
سپوږمۍ د تا په مخ کې زنګ وهلې اینه ده

په پرخو لمبیدلی ګل مې مه غواړه په قبر
له خاورو د شهید دې ټوکیدلې اینه ده

د تا چې ورته شا شي رنګ يې سپين وي تښتیدلی
خونخوارې مګر تندې دې زبیښلې اینه ده؟

د زړه ماتې ټوتې مې ټولوم او ورته ژاړم
اخر د تا له سترګو را لوېدلې اینه ده

په هره ساه کې لپه وینې وګرځوم لږ دي
چې سا د خیال په لمسه مې خوړلې اینه ده

رازدارې ستا له پټو عشوو یوه هم افشا نه کړه
په خیال کې مې که هرڅو نښتیځلې اینه ده

چې لاس دې ور رسیږي نه يې خوند وي نه يې حسن
سپېره نړۍ له لرې یوه ښکلې اینه ده

جلوې د ښکلي مخ د اباسین په څپو مه وړه
د تا د پسرلي نګاه یوه غلې اینه ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د