افغانستان

دافغانستان اولسمشر حامد کرزی په دوه ورځني سفرهندوستان ته ورسیدي

كرزاي(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۴)کابل: څو شیبی مخکی دافغانستان اولسمشر حامد کرزي په دوه ورځني سفرباندی دهندوستان پلازمینی نیوي ډلی ته ورسیدي، حامده کرزی په داسي  وخت کی وهندوستان ته سفرکوي،نن چی له یوه لوري کابل کی دافغانستان دحکومت دمخالفینو له لوري بریدونو زوراخیستي اوله بلي خوا دافغانستان اوپاکستان ترمنځ اړیکي دترینګلتیا عوج ته رسیدلي دي، څو ورځي مخکی په کابل کی دافغانستان پخوانی اولسمشر اوداسلامي جمعیت ګوند رهبربرهان الدین رباني له لوري په یوه سرښندونکي بریدکی له منځه یو وړل شو.

چی دافغانستان اوامریکادواړو لورو لخوا څخه پاکستاني حکومت دنوموړي  په وژنه کی پړوبلل شو، دامریکي دفوځ لوی درستیز مایک مولن دیوي خبری غونډي پروخت وویل، چي درباني په وژنه کی دکوټی شورای اوحقانی ډله مستیقا لاس لري،نوموړی وړاندی وویل له حقانی ډلي سره نه یواځي داچي دپاکستان څارګره اداره اړیکي لری بلکه ورسره پوره مرسته کوي اودحقاني ډله دپاکستان لپاره دراسته لاس حیثیت لري.

خوتیره ورځ بیا دحقاني ډلي مشر سراج حقانی دیوه غږیز پیغام له لاري خبرخپورکړ،نوموړي زیاته کړه، مونږ یواځي داچي له پاکستان حکومت سره اړیکي لرو بلکه له ټولي اسلامی نړي سره اړیکی اوروابط لرو، نوموړي وویل داچي امریکایان وایی دحقاني ډله دپاکستان له څارګره اداري څخه مرسته ترلاسه کوي هیڅ اساس نه لري، سراج وړاندي وویل په دي وروستیوکی له مونږسره په وار وار سره داسلامی نړي حکومتونو اړیکي نیولی دي،خومونږ هغوته ویلي چي دحقاني ډله په افغانستان کی دنورو مجاهدینو په څیر دافغانستان داسلامی امارت یوه ګروپ دي، نوکه څوک غواړي چي زمونږسره اړیکي ونیسي هغه دي زمونږپه اړوند دافغانستان داسلامي امارت له سیاسي کمیسون سره به رابطه کی شي.

شنونکي وایی داچی په افغانستان کی دوسلوالوله لوري بریدنو زوراخیستی دي اودافغانستان حکومت دپاکستان حکومت په دی سره تورنه وي چي دافغانستان له وسلوالو سره مرستي کوي، له بله لوري په دی وروستیوکی په کابل کی درباني وژني دپاکستان او افغانستان ترمنځ نوي کړکیچ راپورته کړی دي، اوهمدارنګه له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دوتلو وخت هم رانیژدی کیږی، نوهندوستان غواړي په داسی حساس وخت کی دغه هیواد کی مهم رول ولوبوي، اوهمدارنګه په تیرو ورځوکي دهندوستان هیواد یوځل بیا له افغانستان سره په ملیاردونو ډالرو مرسته اعلان کړی دی، شنونکی وایی داسی اټکل کیږي چي کرزي به له ډلی څخه دلیدني پروخت ددواړو هیوادونو ترمنځ ارزښناکه ستراتیجي تړونونه لاسلیک کړي.

وهندوستان ته دروانیدو پروخت دکابل په نړیوال هوایی ډګرکی دافغانستان اولسمشر حامدکرزي له رسنیو سره دخبروپرمهال وویل هیواد یی چمتو دي چي په پوره اخلاص سره دامریکی له متحده ایالاتو، اروپا اوهندوستان سره دیومترقي اوجمهوري افغانستان دمنځ ته راتلو لپاره کاروکړي.

که څه هم په افغانستان کي دبهرنیو ځواکونو دوتلو اوپه هیوادکي مخ په زیاتیدو ناامنیو پیښو هندوستان له اندیښني سره مخ کړی دي خوبیاهم ډیري هندوستانیان داسي فکرکوی چی هیواد به یی په افغانستان کی ارزښناکه رول ولوبوي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x