fbpx

میدان وردګ: سید اباد کې د حسن قرائت سیالۍ وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۴مهو ۱۳۹۳ل): د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالي کې د ګڼو دارالحفاظونو تر منځ د ۸۰ تنو حافظانو له لوري د حسن قرائت سیالۍ وشوه.

په دې سیالۍ کې چې د سید اباد ولسوالي په مرکزي مسجد کې جوړه شوې وه، ګڼو قومي مخورو، د سیمې علماوو، حافظانو او د سیالۍ مینه والو ګډون کړی و.

په دې سیالۍ کې چې مشري يې قاري زرخان او قاري عبدالقادر تر سره کوله د « شیخ اباد سپېڅلي شهیدان » دارالحفاظ حافظ احسان الله لومړی مقام خپل کړ.

د دې سیالۍ دویم مقام د ټوپ دښتې دارالحفاظ حافظ قاري بصیر احمد خپل کړ او د شهید جمال الدین دارالحفاظ حافظ قاري حزب الله درېیم مقام وګاټه.

په دې سیالۍ کې علماوو د قرآن د حفظ په ارزښت خبرې وکړي او هم يې د سیالۍ له سمبالوونکو هیله وکړه چې په نورو سیمو کې هم ورته سیالۍ تر سره کړي.

تر دې وړاندې هم د سید اباد ولسوالي په تنګي دره کې د ولایت په سطحه د نبوي سیرت سیالۍ ترسره شوې وه، چې خلکو يې خورا تود هرکلی کړی و.

یاده دې وي میدان وردګ د هېواد هغه سیمه ګڼل کېږي چې ښوونځی او مدرسه پکې څنګ په څنګ پر مخ روان دي، سره له دې چې ځينې مدرسې يې له جدي ګواښونو سره مخ شوې دي، خو د سیمې د خلکو په ملاتړ د مدرسو مخالفین د دې علمي ځایونو د تړلو وس نه دی موندلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د