افغانستان

کندهارکی یوپه بل پسی دوه سرښندونکي بریدونه وشوو

نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۳) نن سهاردکندهار ښاپه دوهمه ناحیه کی دحاجي عرب په نامه سیمه ته څیرمه یوه سرښندونکي بریدګر دافغانستان دسرحداتوا دوزیراسدالله خالد کاروان تربرید لاندی راوستي، دپیښی له ځایه څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دی چی په خپله اسدالله خالد ته کوم زیان نه ده اوښتي،خودچاودني له امله دوه کسه وژل شوي او ۱۹ نورژوبل شوی دي.

دکندهار په ښارکی دمیرویس روغتون ډاکټرانوله رسنیو سره دخبروپرمهال وویل دچاودني له کبله روغتون ته ۱۹ ټپیان وروړل شوی دي چي څلوریی واړه ماشومان دي، نوموړی زیاته کړه په ژوبل کسانوکي ددووتنو روغتیایی حالت داندیښني وړدي.

په یوبل راپورکی ویل شوی دي چي له اوله سرښندونکي برید څخه لږګړي وروسته یوبل سرښندونکی کس چي غوښتو یی په کندهارکی د ۲۰۵ قول اردو پوری اړوند کابل بانک ته ننوزي دبانک په دروازه کی دولاړ عسکرله لوري ورباندی ډزي ووشي چي له امله یی سرښندونکي وژل شوی، ولي دډزو له کبله دنوموړي چاودیدوني واسکټ هم چاودیدلی دي چي دډزي کونکي عسکردمرګ سبب شو.

په کندهار دوالي ویاند زلمي ایوبي له رسنیو سره دخبروپروخت وویل سرښندونکي برید ګر چي په چاودیدنکو موادو باندي ډک واسکټ باندی سمبال وو اوفوځي یونیفارم یی اغوستي وو غوښتویی چي بانک ته داخل شي دبانک دساتونکی کس له لوري ورباندی ډزي وشوی، اوځای پرځای ووژل شو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x