افغانستان

ایران: افغانان باید د پردیو له مداخلې پرته خپلې ستونزې حل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۴مه ۱۳۹۳ل): د ايران د مذهبي مشر اية الله علي خامنايي لوړپوړي سلاکار علي اکبر ولايتي وايي، چې افغانان کولای شي، خپلې ستونزې د پرديو هېوادونو له مداخلې او لاسوهنې پرته حل کړي.

علي اکبر ولايتي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولاس هيسم سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ايران او افغانستان ګډ کلتور لري او د همدې ګډ کلتور له امله دا څلور لسيزې دوی افغان مهاجرينو ته په خپل هېواد کې پناه ورکړې ده.

«د ايران په ګډون د افغانستان ټولو ګاونډيو هېوادونو جنګ ځپلي هېواد سره خپلې مرستې کړي او د جګړې له امله بې کوره شوو افغانانو ته يې خپلې دروازې پرانيستي دي.»

علي اکبر ولايتي وايي، چې هېواد يې کابل کې د يو قوي مرکزي حکومت ملاتړ کوي او په افغانستان کې د جهادي ډلو فعاليتونه د دوی لپاره هم د اندېښنې وړ دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولاس هيسم وويل، چې ايران دا څلور لسيزې په ډېر درناوي د افغان مهاجرينو پالنه کړې او نړيواله ټولنه بايد افغان حکومت سره په ګډه د افغانستان امنيت او نشه يي توکو په مخنيوي کې مرسته وکړي.

علي اکبر ولايتي وايي، چې افغانان بايد د پرديو هېوادو له مداخلې پرته خپلې ستونزې حل کړي، مګر د ايران په ګډون د سيمې هر هېواد تر خپله وسه هڅه کوي، چې افغانستان کې خپل رول پراخه کړي او تېر ديارلس کاله ايران او د سيمې نورو هېوادونو افغانستان کې د پراختيايي سيالۍ له امله يو بل سره رقابتونه پيل کړي دي.

د ايران پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني د تهران جامع جومات کې د خپلو خبرو پر مهال وويل : «که د ايران مرسته نه وای، نو کابل او بغداد به د امريکا پر وړاندې سقوط نه وای کړی.»

د ايران د مذهبي لارښود د ځانګړي سلاکار دا وينا، چې افغانانو سره ګډ کلتور لري او د همدې کلتور له امله يې څلور لسيزې د افغانانو کوربه توب کړی، مګر د همدې څلورو لسيزو په ترڅ کې افغان کډوال په ايران کې ډېر تريخ ژوند تېروي او په وروستيو څو کلونو کې ايراني رژيم لسګونو افغانان اعدام کړي او سلګونو نورې کورنۍ يې په ساړه ژمي افغانستان ته را شړلي دي.

غربي رسنيو خبر ورکړی، چې ايراني چارواکي ايران مېشتي شيعه افغانان د پيسو او ايران کې د دايمي استوګنې په تمه سوريې ته د بشارالاسد په ملاتړ جګړو ته ليږي او د همدې ايران مېشتو شيعه افغانانو په واسطه افغانستان کې خپلو پراختيايي موخو لپاره کار هم کوي.

د کابل د څلورو دروازو څخه درې يې د ايران په فشار او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه افغان شيعه ګانو ته سپارل شوي دي.

ويل کيږي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي مور هم شيعه وه او له همدې امله يې ايران سره اړيکې ډېرې خوږې وې.
افغان چارواکو او کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «UNHCR» تر اوسه هم ايران کې د افغانانو د کړولو په اړه کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی او نه يې د افغانانو په بيا راستنولو کې هېڅ ګام نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x