افغانستان

طالبان: د سولې خبرونه د رسنیو خپل تحلیل او اټکلونه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۴مه ۱۳۹۳ل): طالبانو یو ځل بیا د سولې اړوند د رسنیو راپورونه په کلکو ټکو رد کړي او دا یې د هغوی خپل تحلیل او اټکلونه بللي دي.

په دې وروستیو کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې طالبانو د افغان حکومت سره د سولې په تړاو یو ځل بیا مذاکرات پیل کړي او طالبانو په قطر کې خپل دفتر بیا پرانېستی دی.

طالبانو که څه هم دغه راپورنو رد کړل خو ځينو مخصوصو رسنیو د دې هر څه سربېره د سولې د مذاکراتو په اړه داسې راپورونه ورکول چې ګواکې مذاکرات روان دي او طالبان د پاکستان په فشار مذاکراتو ته کیني.

طالبانو له لوري نن ټکي اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې دوی ټول هغه خبرونه او راپورونه چې د «اسلامي امارت» له مسئولو او رسمي منابعو څخه خپور او تصدیق شوی نه وي، بې اعتباره او له حقیقت لرې بللي دي.

طالبانو ویلي چې دوی د سولې او امن غوښتونکي دي او د همدې لپاره راپورته شوي دي. هغوی خپل پاڅون ته په اشارې سره ویلي چې دوی «خپل ولس د نا رامیو، ګډوډیو او هېواد يې له تجزيې څخه ژغورلی دی.»

طالبانو د دوی د مشر ښاغلي ملامحمد عمر مجاهد پیغامونو ته په اشارې سره ویلي چې د دوی اساسي هدف د اشغال خاتمه، د اسلامي نظام قیام او د ولس سوکالي ده.

تر دې وړاندې هم ذبیح الله مجاهد د مذاکراتو په اړه د ځینو رسنیو راپورونه رد کړي وو او د مذاکراتو د نه پیلولو لاملونه يې د افغانستان اشغال، د بهرنیو ځاکونو شتون او عملیات، امنیتي قرارداد، اداري فساد او د غیر اسلامي کړنو دودول په ګوته کړي دي.

طالب ویاند د مونیخ په امنیتي ناسته کې د ګډ حکومت ولسمشر غني هغې غوښتنې ته هم اشاره کړې وه چې له بهرنیانو یې غوښتي و چې افغانستان کې پاتې شي: «[ګډ حکومت]د بهرنیو اشغالګرو په پاتې کېدو ټینګار لري».

طالبانو ویلي چې د اشغال خاتمې، اسلامي نظام قیام او د ولس سوکالي لپاره « اسلامي امارت د خپل مؤمن او مجاهد ولس په مټ له نظامي او سیاسي لارو څخه هلې ځلې کړې دي او په راتلونکې کې به یې هم کوي، د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره اړیکې، سفرونه، ملاقاتونه ،په نړیوالو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت ګډون او په قطر هېواد کې د سیاسي دفتر پرانیستل، چې د سولې د مخالفو جهتونو له لوري یې مخالفت هم وشو، ددې لپاره ښکاره دلیل دی.»

دا څووم دی چې طالبان په دې اړه وضاحت ورکوي خو رسنۍ او چارواکي هماغه خبره تکراروي او د بریتانوۍ رسنۍ بي بي سي  په شمول ځينو رسنیو دروغ هم څرګند شول خو د هغې سربېره بیا هم تکرارا دا راپور خپروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x