نړۍ

اسلام اباد کې د رویټرز خبري اژانس يوه خبرياله مړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د رويټر خبري اژانس يوه روسي تبعه ژورنالېسته مړه شوې ده.

راپورونه وايي، چې ۳۴ کلنه ماريا ګلونينا ۲۰۱۳م کال راهيسې پاکستان او افغانستان لپاره د رويټرز خبري اژانس مشره وه.

رويټر خبري اژانس په خپل راپور کې ويلي، چې ماريا په خپل دفتر کې بې هوښه شوې وه او روغتون د رسولو پر مهال يې ساه ورکړې وه.

د اسلام اباد پوليسو يو افسر عبدالستار رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د لومړنيو پلټنو له مخې ماريا ناروغه وه او په طبعي مرګ مړه شوې ده.

د اسلام اباد ستر دولتي «پيمز» روغتون ډاکټران وايي، چې د ماريا پر جسد د شکنجې يا وهلو ټکولو هېڅ نښې نه ليدل کيږي او داسې ښکاري، چې نوموړې له پخوا ناروغه وه او د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې، مګر ډاکټرانو دا نه دي ويلي، چې پخوا يې څه ناروغي وه.

رويټر خبري اژانس وايي، چې ماريا ګلونينا ۲۰۰۱م کال راهيسې رويټرز خبري اژانس سره دنده ترسره کوله او له دې وړاندې يې روس، عراق، لندن او ګڼو نورو ځايونو کې رويټرز خبري اژنس لپاره د ژورنالېستې په توګه دنده ترسره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x