نظــر

زمونږ تړلی او غیر فعال بهرنی سیاست

لیکوال: خوشحال آصفی

د نورو هیوادونو پر وړاندې د ملي ګټو او ملي موخو لپاره د یو هیواد بهرنی سیاست له بهرنیو اړیکو سره توپیر لري ځکه بهرنۍ اړیکې د نورو لوبغاړو پر وړاندې په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو ډګرونو کې د یو هیواد اړیکې دي. د بهرني سیاست کړنې او مهمې موخې د ملي ګټو په خوندي کولو، ملي موخو، دخپلواکۍ او ملي حاکمیت خوندي ساتل او د پراختیا او ملي انکشاف زمینه برابرول، د ملي هویت ساتنه او په نړیواله کچه د ملي هویت د مثبت انځورولو لپاره هڅه کول او بلاخره له هیواده د باندې د هیوادوالو له حقونو څخه دفاع کول دي.

حاکمیت د بهرني سیاست بنسټ دی. د ملي موخو او ګټو په ترلاسه کولو کې له نورو لوبغاړو سره د یو سیاسي واحد تعامل، د حاکمیت پر اصل او ملي لومړیتوبونو تعریف کیږي. د لومړیتوبونو ټاکل د کورنیو او ملي اړتیاوو پر اساس ترسره کیږي. د هیوادونو بهرنی سیاست د دریو اساسی فکتورونو تر منځ ددایمي اغیزمنتیا پایله ده.

لومړی: د حاکمو سیاسي مخکښانو مفکوره: دوست څوک او دښمن څوک دی؟

دوهم: نړیوال نظام: د لویو قدرتونو د سیالیو تر ټولو مهم فکتور دی.

دریم: کورنی چاپیریال: یعنې د ټولنې سیاسي فرهنګ

د افغانستان دبهرني سیاست د جوړولو عوامل هم دلاندې دریو فکتورونو پایله ده.

لومړی: نړیوال نظام او لويې سیالۍ : د فرانسې یا ناپيلون سره د انګریزانو او روسانو سیالي، د هند نیمې وچې او افغانستان ته د راتلو یا ښکیلیدو پيلامه وه.

په اولسمه پیړۍ کې د اروپا صنعتي انقلاب په نورو هیوادونو او له هغې ډلې افغانستان کې د غربي قدرتونو نفوذ ته زمینه برابره کړه.

دوهم: کورنی چاپیریال: دا برخه زمونږ د ټولنې د سیاسي فرهنګ په اړه بحث کوي. زمونږ د ټولنې سیاسي فرهنګ، قبیلوي او سیاسي فرهنګ دی چې زمونږ په بهرني سیاست کې هم ښکاره دی، او زمونږ په ټولنه کې د قدرت پر سر د کورنیو جګړو یو لامل هم همدا قبیلوي فرهنګ دی چې زمونږ د ټولنیز نظام تیره بڼه هم استبدادي ښودل شویده. سیاسي استبداد پر بهرنیو تکیه کیدو سره مستقیمه اړیکه لري، نو په کور دننه د ملاتړ او تکیه ځاي د نه شتون له امله د ناچارۍ له مخې باید د بهرني رضایت راجلبولو ته مخه کړي.
دریم: د غوره شخصیتونو مفکوره هم په بهرني سیاست کې د شخص د ونډې او د شاهانه ارادې ښودونکې ده.

د افغانستان د بهرني سیاست تاریخي پروسه هم د یو تړلي او غیر فعال بهرني سیاست شاهده ده.

لومړی دا چې د امیر عبدالرحمن خان د حکمرانۍ تر وخته افغانستان د کورني او بهرني سیاست پوله نه درلوده او تر همدې مهاله د بهرني سیاست په نوم څه شی نه تر سترګو کیده ځکه ملي حاکمیت د خپلواکۍ په معنا دی، ملي حاکمیت چې د بهرني سیاست بنسټ دی تعریف شوی نه و او روښانه نه و چې زمونږ ملي حاکمیت تر کومې جغرافیه او قلمرو محدود و.

په افغانستان کې د بهرني سیاست له راټوکیدو (۱۸۰۸ ز کال) څخه چې افغانستان ته د انګریز استازي الفینسټن له راتګ سره سمون خوري، د افغانستان ډیپلوماټیکې اړیکې له بهرنیو هیوادونو سره پیلیږي او تر ننه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د پام ټکی ګرځیدلی دی، دې هیواد یو تړلی، کمزوری او غیر فعال بهرنی سیاست درلودلی دی. ولی؟

لومړی: د افغانستان بهرنی سیاست تدوین (لیکلی) او تعریف شوی ندی او موږ په لیکلي او تدوین شوې توګه د افغانستان د بهرني سیاست په نوم د کاغذ پر مخ کوم څه نلرو او نه موهم درلودلې دي.ځکه زموږ بهرنی سیاست تعریف شوی هم ندی چې موږ د کوم معیار ،اصولو او شرایطو پر بنسټ د هیواد د بهرني سیاست په چوکاټ کې خپلې ملي موخې او ګټې تامینوو. په سیمه او نړۍ کې له سیاسي لوبغاړو نه زمونږ سیاسي پلویتوب په کوم معیار او اصولو ولاړ دی؟
دویم: له تاریخې پلوه د افغانستان بهرنی سیاست په ټولیزه توګه له دوه اساسي عواملو څخه اغیزمن شوی دی: د سیاسیونو مفکوره او نړیوال نظام.

څرګنده بیلګه یې د ارواښاد سردار محمد خان، حامد کرزي، تیرو رژیمونو مشران او د همدارنګه د سړې جګړې پر مهال د ختیځ او لویدځ بلاک تر منځ سیالۍ او پر افغانستان او د دې هیواد پر سیاسي شخصیتونو یې اغیز چې یوه ورځ د ختیځوالو او بله ورځ د لویدیځوالو په لمن کې به یې ځانونه اچولي و.

دریم: په افغانستان کې د بهرني سیاست او بهرنیو اړیکو تفکیک، په ځانګړي توګه زمونږ په بهرني سیاست کې نه تر سترګو کیږي. د سیمي او نړۍ له هیوادونو سره بهرنۍ اړیکې درلودل د غوره او بریالي سیاست په توګه پيژندل کیږي، په داسې حال کې چې بهرنی سیاست د نورو لوبغاړو پر وړاندې د یو هیواد پلوي کولو ته وايې.

څلورم: د ستراتیژیک او جیوپولیتیک موقعیت درلودو سره سره، مونږ هیڅکله او هیڅوخت ونشو کړای چې په خپل بهرني سیاست کې خپلې ملي موخې او ګټې تامین او آن خوندي کړو خو برعکس زمونږ د ډیپلوماسۍ دستګاه کمزورۍ ته په پام سره نورو وکولای شول چې خپلې ملي موخې او ګټې تامین کړي، خو قرباني یې مونږ شولو.

پنځم: د تاریخ په اوږدو په ځانګړې توګه په تیرو دیارلسو کلونو کې د هیواد په ډیپلوماسۍ دستګاه کې د غیر مسلکي او آن د نالوستو کسانو ګمارنې روښانه او ثابته کړه چې زمونږ د هیواد د ډیپلوماسۍ دستګاه او د بهرني سیاست حیثیت او اعتبار ته یې په ملي او نړیواله کچه سخت ګوزارونه ورکړل. بهرنۍ ژبې به یوې خواته پریږدو، هغه کسانو چې په خپلې مورنۍ ژبې لیک لوست او خبرې نشوې کولای، یا له هغه کسانو څخه چې د ډيپلوماسۍ له الفبا څخه خبر نه و د یو فعال او ګټور بهرني سیاست د چلولو هیله درلودل به یوازې یو خوب وي.

شپږم: مونږ سنتي او قبیلوي سیاسي فرهنګ لرو، په کور دننه زمونږ جګړه یوازې پر قدرت څرخیږي او بس. ورور وژنه، پلار وژنه، ټول وژنه او سپکاوی زمونږ د هیواد د سیاسي فرهنګ یوه برخه وه او ده، په کور دننه د پیسو په راټولونې او د وینې په بهولو بوخت وو او یو خو د بهرني سیاست غم راسره نه وو او نه هم شته.

اووم: په اقتصادي برخه کې پر نورو زمونږ تړلتیا، زمونږ ملي حاکمیت یعنې زمونږ سیاسي خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او همدارنګه په بهرني سیاست کې مو هم خپلواکي نه درلوده او نه یې لرو. په همدې توګه د نورو سیاسي لوبغاړو پر وړاندې زمونږ سیاسي پلویتوب هم زمونږ په خوښه نه و او معمولا د یو هیواد یا هیوادونو د پلویتوب، عکس العمل او ملاتړ ته سترګې په لاره یو او کله کله هم چوپتیا خپلوو.

اتم: په بهرني سیاست او ډیپلوماسۍ کې د بالمثل اقدام یا بدلې اخیستلو او د دفاع د معیارونو په نوم یو څه شتون لري چې افغانستان په غوڅه توګه نه دی توانیدلی د بهرني سیاست له رامنځته کیدو نه تر نن ورځې هغې ته لاسرسی ولري. تل مو د عذر او ننواتې سیاستونه چې ډیپلوماسي یې بولو خپل کړي دي. هم مو ځان تباه کړ او هم ولس. ځکه له مالي پلوه د سیمي او نړۍ په لویو قدرتونو پورې تړلي یو نو همدا سیاسي تړلتیا ده او مونږ هیڅکله د قدرت له زاویې ګام اخیستی ندی نو نشو کولای چې خپل اقتصاد پياوړی کړو.

نهم: په خپل بهرني سیاست کې هیڅ نه یو توانیدلي چې د سیمي او نړۍ د لویو قدرتونو تر منځ توازن وساتو. کله د ختیځ او کله هم د لویدیځ لمنې ته ولاړ یو، کله مو ختیځ ته دوست ویلي او لویدیځ مو دښمن ګڼلی او کله مو لویدځ ته دوست ویلي او ختیځ مو دښمن ګڼلی دی، کله یو ناڅاپه پاکستان ته نږدې شوي او له هندوستانه لیرې شوي یو او په سبا د هماغې ورځې بیا هندوستان زمونږ دوست او ورور هیواد شوی دی. د ختیځ او لویدیځ بلاک تر منځ د سړې جګړې له وخته تر ننه نه یو توانیدلي چې د قدرتونو تر منځ توازن برابر وساتو.

لسم: د افغانستان د بهرني سیاست له رامنځته کیدو څخه تر ننه زمونږ د بهرني سیاست او بهرنیو اړیکو خوځښت او څرخونکي دهیواد سیاسي حاکمان تیر شویدي. پاچاهان او ولسمشران مو فقط پریکړه کوونکي او اجرا کوونکي اشخاص تیر شویدي. دا سمه ده چې د دولت او حکومت مشر د بهرنیو اړیکو یو ارګان دی خو نه په دې اندازه چې په افغنستان کې وو او دی نو بیا د بهرنیو چارو وزیر د څه لپاره، د بهرنیو چارو وزارت د څه لپاره، او دایمي او موقتي سفیران او یا ډیپلوماتیک استازي د څه لپاره دي؟

همدغه ټولو موارودو یو او بل ته لاسونه ورکړي او د یو تړلي، کمزوري او ناکام بهرني سیاست د رامنځته کیدو سبب شول، نو که چیري د ملي یووالي حکومت غواړي چې یو پیاوړی، فعال او ناتړلی بهرنی سیاست ولري، باید هغه موارد چې د چلنجونو او موانعو په نامه پورته په مقاله کې یاد شول جدي پاملرنه وکړي او د هغې په حل او لمنځه وړلو کې دې هیڅ ډول دریغ نه کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x