دیني، سیرت او تاریخټکنالوژي

د کائناتو وسعت؟

لیکوال: نجي الله حکیم

الله اکبر الله اکبر خو مونږ وایو ایا پوهیږو الله څومره لوئ دی؟

راځئ چې د الله اکبر په ریښتونې معنې پوه شو..

په کومه ځمکه چې مونږ اوسیږو هغه د یو انسان د جسم د حجم په نسبت ۳۰ کرب ځلې لویه ده.ځمونږ لمر د ځمکې په نسبت ۱۰ لکه ځل لوی دی.ددې په مقابل کې Etacarinae ستورې چې زمونږ د لمر په نسبت ۵۰ لکه ځل لوی دی.یو بل ستورې چې Beta Geuse زمونږ د لمر په نسبت ۵۰ کروړه ځل لوی دی بیا VY canismajoris په نوم ستورې چې زمونږ د لمر په نسبت ۱ ارب ځلې لوئ دی. ایا تاسې ته معلومه ده چې په کوم کهکشان کې مونږ اوسیږو هغې ته Milky Way وایي او پدغه یو کهکشان کې ځمونږ د لمر غوندې ۳۰۰ ارب نور شمسي نظامونه موجود دي. دغه کهکشان دومره لوئ دی که چیرې مونږ پداسې یوه راکټ کې چې رفتار یې ۳۰۰۰۰۰ کلومتره په یوه ثانیه کې وي یعنې چې په یوه ثانیه د ځمکې نه ګرد تاویدلې شي مونږ ناست یو نو دغسې یو راکټ به هم ځمونږ د کهکشان نه پس له ۱ لک کلونو ووځي. ایا پوه شو چې زمونږ کهکشان څومره لوئ دی؟

راځئ چی د خپل ګاونډ کهکشان ته ولاړ شو چې د Andromeda په نوم دې او زمونږ د کهکشان دوه چنده دی. یعنې پراخوالې یې دوه لکه نوري کاله چې دا هم وړوکې دی او د M-81 په نوم کهکشان زمونږ د کهکشان به نسبت ۶۰ چنده لوی دې او بل د IC-1011 په نوم کهکشان زمونږ د کهکشان په نسبت ۶۰۰ چنده لوی دی.

ایا اووس پوهیږو چې د الله اکبر مطلب څه دی؟

لکه څنګه چې له ستورو کهکشانونه جوړیږي همداسې د کهکشانونو څخه Clusters جوړیږي او په کوم Cluster کې چې زمونږ کهکشان پروت دی هغې ته Zircon Cluster وایي او یواځې پدغه Cluster کې ۴۷ زره کهکشانونه پراته دي لا خبره دلته ختمه نه ده Clusters چې کله یوځائ شي نو بیا Super Cluster جوړوي او په کوم Super Cluster کې چې مونږ پراته یو هغې ته Local Super Cluster وایي او پدغه Super Cluster کې تر ۱۰۰ پورې Clusters موجود دي الله اکبر الله اکبر ….

او دغسې Super Cluster غوندې کم او زیات ۱ کروړ Super Clusters د الله ج پدغه وسیع او پراخه کاینات کې موجود دي چې په یو لوئ بدن کې د کوچنیو نقطو غوندې ښکاري . دغه هر څه صرف او صرف یو ذات یعنې الله ج پیدا کړي دي. ایا پوه شو چې الله ج څومره لوئ دی؟ الله اکبر الله اکبر …الله دی مونږ ته پخپل کاینات کې د سوچ کولو او ده هغې نه د پند اخستلو توفیق راکړي.

قران الکریم الزمر (۶۷) : اوهغوی د الله تعاله قدر ونه کړو څنګه یې چې حق وو (د الله تعاله د لویوالي دا حال دی) چې قیامت په ورځ به ځمکه د هغې په مټي(تصرف) کې وي پاکي د الله تعاله لره او لوړ(لوئ) دی له هغو شیانوچې دوی یې ورسره شریکوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمار

سمه د غټ اختر خطبه وه، ههههههه

ماشاءالله حکیم صیب ډیره جالبه لیکنه وه، الله تعالی دې نور هم توفیق درکړي، یوه غوښتنه مې وه چې دا د انګریزې لغات که پښتو کې واضحه کوې نو بده به نه وي. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x