نظــر

د روشنګرۍ محصلین څه غواړي ؟!

میوند سادات

یو شمېر ځوانان او زاړه چې ځانونه روڼ اندي بولي هڅه کوي په افغانستان کي هم د لویدیځ لغړ فرهنګ ترویج کړي، دوی دومره افراط کوي چې د غرب هره ناروا او ناتراشه د پرمختګ رمز ګڼي او په بیړه یې په تقلید ځان سینګاروي. دوی د خپلو غربي استادانو او ولي نعمتانو په پیروي او لارښوونه کوښښ کوي چې وښیې د اسلام مبارک دین هم د نصرانیت او یهودیت په څېر د دولتدارۍ او ټولنیز ژوندانه دپر مختګ اوتنظیم څخه عاجز دی .

مګر ډېره د پام وړ دا ده چې اسلام د مستشرقینو او غرب زده روشنفکرو د تعقل او تفکر تر محدودو پولو بهر په نړیواله سطحه مثالي کامل نظام حیات لري، سیاسي، اقتصادي او په ټولیزه توګه یې ټولنیزي چاري په داسي اوچت معیار احاطه کړې چې غربیان ورته ګوته په غاښ پاته دي، له ډیرو مثالونو که تېر شو یوازي په لویدیځ کي د ۲۰۰۸ز اقتصادي بحران ته سر ورښکاره کړو، نو وبه وینو چې د اقتصادي بحران له طوفاني څپو څخه یوازې او یوازې اسلامي بانکونه خوندي پاته شول اونور یې له امریکا څخه تر اروپا ټول سوسیالسټي اوکپیټالسټي سسټمونه سخت وځپل
.
همدا راز په افغانستان کي مو داسلامي امارت دواکمنۍ پر مهال داسلام دسیاسي نظام نفاذ ولید چې پرمثالي امنیت اوعدالت یې دښمنان هم اعتراف کوي ، دسیاسي او اقتصادي یو طرفه بندیزونواو دجګړه ییز تحملي حالت د لګښتونو سره سره یې تر بل هر حکومت دواکمنۍ په لنډ زماني واټن کي بیارغوني ، صنعت او سوداګرۍ ته رشد ورکړ، ادارې اواخلاقي فساد، غلا او غصب خو بیخي یو خیال ګر ځیدلی ؤ .

له دین او کلتور څخه بیریدلي اوتښتیدونکي منورین !! مسلمان علماء ،مجاهدین ،روحانیون او دعات دمنسوخوادیانو دراهبانو، کشیشانو،کارډینالانو او پاپانوسره پرتله کوي چې ټولنیز پرمختګ یې دخپلي جادویې واکمنۍ زوال باله ، صرف یې دخپلو هوسونواوخیټي داشباع په موخه ټولنه پرمختګ ته نه پرېښودله . خودلته په اسلامي نړۍ کي واقعیت دغرب ځپلو روشن فکرو دفکر اوتخمین برعکس دی، مسلمان علماء اومجاهدین نه په ماضي او نه هم په حال کي په داسي کمزوري موقف کي ایسار شوي چې دخلګو ښیرازي ، ازادي او پرمختګ تر خپلو خواهشاتوځار کړي ،بلکي په طول دتاریخ کي همدې علماوو اومجاهدینوخپل خلګ، خاوره ، نوامیس او ارزښتونه له ښکېلاکګروڅخه دخپلو وینو اوسرونو په بیه ساتلي دي .

څه وخت مخکي مي یوه تبصره ولوستله چې د روشنګرۍ دیوه محصل دروڼ اند محصول وه ، نوموړي په خوار جرئت سره لیکلي ؤچې :«دخیټي دډکیدولپاره خیردی که غلامي ومنل شي !» .ددوی له خبرواوکړنوڅخه داسي معلومیږي فقط لکه انسان چې دنس ډکولو ته پیداشوی وي اونور پر هیڅ هم مکلف نه وي ،کاش همداښاغلي سترګي وغړوي چې دغه مسؤلیت (نس ډکول )خو ټول چارپایان ترسره کوي اوتر دوی یې په ښه طریقه انجاموي ،ځکه هغوی (څلوربولي )خولږترلږه دخپلي خیټي دمړولوڅخه علاوه خلګوته هم غوښي ،هګۍ ،شیدې ،اودسون توکي (خوشایې) برابروي . خو ددوی څخه نه تنهاداچې خیر نه دی لیدل شوی ،بلکي دخلګودکړولو، وژلواو بې لاري کولو یودرون بار یې پراوږبار دی .دخلق اوپرچم دیکتاتوري او دکرزي دیموکراسي یې څرګنده بېلګه ده .

په تاسف سره دروشنګرۍ زده کړیالان له غربي افکارو او ژوند دودڅخه دومره متاثره شوي چې اوس دعلم اوفرهنګ توپیر ځني ورک دی ،زموږ همدغه ډول روڼ اندي ګومان کوي چې دغرب دصنعتي برلاستیا راز په فحاشۍ، عریانۍاو له دین څخه بغاوت کي دی . دشرق نابغه علامه سید جمال الدین افغان دغه ډول خلګ له هغه ډاکټر سره تشبیه کړي چې روح په معده کي لټوي اود ژوندډیره سرمایه په همدې ورکه پسې معده کې مصرف کړي .

ساینسي، طبي او صنعتي ترقي او برلاسي په تشو خبرو اوخیالونو نه ترلاسه کیږي ، بلکي علمي زیار، عملي کار اوخولې تویول غواړي .

ای روڼ اندو! که رښتیا غواړئ چې خپل هیواد او خلګو ته خدمت وکړئ او د صنعت  لوړو پوړیو ته یې وخیژوئ، نو مځکي ته را کوز شئ! سترګي وغړوئ! مټي را بډ وهئ! علمي څیړنواو عملي کارونو ته کش ورکړئ! کنه هسي په خپل مذهب او فرهنګ له ملنډو وهلو به هیڅ هم ترلاسه نه کړئ، بلکي نور به مو هم له ټولني پردي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزام

ماشاءالله
سادات صاحب،ڈیره په زڑه پوری لیکنه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x