نړۍ

فیسبوک د اسرائیلو د خوشحالولو لپاره د فلسطینیانو مشهوره پاڼه بنده کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۴مه ۱۳۹۳ل): د فیسبوک ادارې د شهاب خبري اژانس رسمي پاڼه له مینځه وړې او بنده کړې ده.
د شهاب پاڼه د فلسطینیانو لخوا چلول کیده او نږدې دیرش ملیونه خوښوونکي یې درلودل.

د نن ټکی اسیا همکارانو هم نوموړې پاڼه خوښه کړې وه او د فلسطین په اړه راپورونو کې به یې وخت ناوخت د د غې پاڼې له مطالبو او ویډیوګانو استفاده کوله، خو په دې وروستیو کې د نوموړې پاڼې درک نه وه او د پرانیستلو پر مهال به دا پیغام لیکل شوی وه: «بښنه، ستاسو مطلوبه پاڼه شتون نه لري»؛  چې وروسته په فلسطیني او عربي رسنیو کې د نوموړې پاڼې د بندیدلو خبر خپور شو.

د فیسبوک ادارې دغه ګام وروسته له هغه پورته کړ چې اسرائیلو د یادې پاڼې د نشراتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د فیسبوک له ادارې يې وغوښتل چې نوموړې پاڼه وتړي.

اسراییلو ویلي چې دغې پاڼې د یهودو پر خلاف خپرونې کولې او د حماس اسلامي غورځنګ افکار او نظریات یې خپرول.

فیسبوک په لومړي قدم کې د شهاب خبري اژانس له پاڼې څخه د «تصدیق شوې» یا (Verified) حیثیت لغو کړ او په دوهم قدم کې يې پاڼه د کتونکو په مخ وتړله. فیسبوک د تصدیق شوې پاڼې حیثیت یوازې د مشهورو شخصیتونو، کمپنیو، وزارتونو او وتلي سیاسي څیرو رسمي پاڼو ته ورکوي.

اسرائیلو د شهاب خبري اژانس د پاڼې په تړلو کې په خپل رول اعتراف کړی او د بهرنیو چارو په وزارت کې د یهودي افکارو څخه دفاع د څانګې مشر «جدعون باخر» له فیسبوک څخه په دغه کار مننه ادا کړې.

که څه هم اسرائیلو ویلي چې شهاب پاڼې تروریستي افکار خپرول، خو فلسطیني مطبوعات په دې باور دي چې فیسبوک ځکه دغه اقدام ته مجبور شو چې یادې پاڼې په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو او وحشت په اړه مستند راپورونه خپرول.

فیسبوک د ټولنیزو رسنیو یوه مشهوره پاڼه ده چې په ۲۰۰۴ کال په امریکا کې د «مارک زوکربرګ» لخوا جوړه شوه.

له فرانسې څخه خپرېدونکې اسرائیلۍ مجلې (لوما غازين ديسراييل) په باور، فیسبوک د امریکا او اسرائیلو د څارګرو ادارو لخوا د اسرائیلو په ګټه چلول کیږي.

دغه مجله فیسبوک د اسرائیلو د استخباراتي معلوماتو مهمه سرچینه ګڼي او زیاتوي چې ډیری فلسطیني ځوانان په مستعارو نومونو په فیسبوک کې ځان خوندي احساسوي خو دې ته پام نه کوي چې د ځان، کورنۍ، وظیفې او ملګرو په اړه څومره مهم معلومات خپروي.

د فرانسې په پروفانس پوهنتون کې د ارواپوهنې استاذ او د «انټرنټ ګواښونه» د کتاب لیکوال (جیرالد نیرو) وايي چې فیسبوک د ارواپوهنې په برخه کې د اسرائیلي متخصصینو لخوا په دې هدف چلول کیږي چې د مسلمانو ځوانانو افکار او نظریات د ځان په ګټه تسخیر کړي.

فیسبوک له دې وړاندې هم د اسلامي فکر ګڼې پاڼې له منځه وړي او بندې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x