افغانستان

غور ولایت کی یوکس دسلګونو خلګو په حضورکی ووژل شو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۱)دغور ولایت په شهرک ولسوالي کي یوکس چي له یوي واده شوي ښځي سره یی ناروا اړیکي درلودي، وروسته یی دواده شوی ښځي خاوند ددي لپاره مړکړترڅو له نوموړي سره یی دواده کولو لپاره لاره خلاصه شي، تیره ورځ دولسوالي په مرکزکی دیوه سیمیزقومندان ملامصطفی له لوري ونیول شو اودسلګونو خلګو په په وړاندي اعدام کړل شو.

دوژل شوی کس ښځي کوم چي له اعدام کړل شوی کس سره یی ناروا اړیکی درلودي دخلګو په وړاندي ویلي چي نوموړي  ورسره له پخوا څخه اړیکي درلودي او غوښتویی چي زماسره واده وکړي، خو داچي زه یوه واده شوی ښځه وم اومیړه می درلودي نوموموړي نشوای کولای چی زما سره واده وکړي، نوهغه وو چي نوموړي زما میړه وواژه ترڅو زما سره دواده کولو لپاره ورته لاره هواره شي.

خودوژل شوی کس له وژلو څخه وروسته دنوموړی پلار وسمیزقومندان ملامصطفی ته دقاتل دنیولي اومحکمه کولو وړاندیزوکړ، هغه وو چي قاتل  دملامصطفی دولسوالو کسانو له لوري ونیول شو، چي له څیړنو څخه وروسته دسلګونو خلګو په حضورکی د مقتول دپلارله لوري  په ډزو سره ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x