افغانستان

سالنګ لاره وتړل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۴مه ۱۳۹۳ل): د سختو واورو له کبله د سالنګ لویه لاره د موټرو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګ لویه لاره شمال د کابل سره نښلوي او هره ورځ سلګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر په دغه لاره راځي.

د سالنګ د لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوول جنرال رجب پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د تېرې شپې ۹ بجو راهیسې پرلپسې سخته واوره او شدید توفان پیل شوی او تر نن مازدیګر پورې يې دوام درلود.

د هغه په وینا چې د زیاتې واورې وریدل ددې لامل شو چې لاره وتړي.

جنرال رجب زیاته کړې چې د سالنګ په جنوبي برخه کې د زیاتې واورې وریدو او تر ۱۰ ځلو زیات واورې ښویدو ته په کتلو سره یې دغه لاره تر چهارشنبې ورځ پورې د موټرو پر مخ وتړله.

رجب وویل هغه موټر چې په خطرناکو ځایونو کې وه، امن سیمو ته یې انتقال کړي دي.

دغه مسوول چارواکي په وینا تر هغه چې واورې وریدل بند شي او د خطر احتمال ختم شي دوی به هغو موټرو ته چې د سالنګ په دوه دروازو کې ولاړ دي، د تګ اجازه ورکړي.

د جبل سراج ولسوالۍ د ترافیکو مدیر نعیم الله ویلي چې لسګونه موټر د سالنګ د لارې د بندیدو له کبله په لاره کې بېرته ستانه شوي.

هغه وویل چې د پېښو څخه د بچ پاتې کېدو له کبله یې دغه موټر د تاجکان په سیمه کې ودرولي او موټر چلوونکي د لارې خلاصېدو په انتظار کې دي.

سالنګ سیمه کې چې سختې واورې کیږي هر کال په ترافیکي پېښو کې زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x