نظــر

د طالبانو او کابل ترمنځ د مذاکراتو ما جرا !

لیکوال: عبدالرحیم (ثاقب)

د تیرې سه شنبې په ورځ د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نا ببره کابل ته راغی او ولسمشر اشرف غني ته یې د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو د ګډون زیری ورکړ .

له دې سره سم نړیوالو او کورنیو رسنیو ته د طالبانو او کابل تر منځ مذاکرات تر ټولو ګرمه موضوع او د محلي رسنیو د سر خبر د طالبانو ـ کابل مذاکرات ول .

په هغه ګډ کانفرانس کې چې د ښاغلی اشرف غني او دغه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي ترمنځ دائرشوی وه، دواړو لوریو دا څرګنده کړه چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او هغه دا چې طالبانو چې تیر ۱۳ کاله یې له کابل حکومت سره له مخامخ خبرو څخه انکار کاوه اوس دې ته اماده شوي چې د ګډ حکومت له مشر سره د پاکستان په مرسته د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

د پاکستاني پلاوي او اشرف غني ترمنځ له ګډ کانفرانس وروسته هم د طالبانو ـ کابل ترمنځ ، او هم د طالبانو او سپینې ماڼۍ ترمنځ د مذاکراتو موضوع نور هم زور واخیست، تر دې چې ځینو رسنیو تیره پنجشنبه په خپلو لومړنیو رپوټونو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ولیکل چې د طالبانو یو پلاوی له امریکایانو سره د خبرو لپاره له وړاندې قطر ته رسیدلی.

خو په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې ډیره په چټکي سره هم د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې برنیدیت ماهین او هم د طالبانو د رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رد شولې.

دا چې له امریکایانو سره د طالبانو خبرې د طالبانو په رسمې اعلامیه کې سمدستي رد او له کابل سره د هغوی د خبرو په اړه د طالبانو رسمي ویاند د رد او تائید په اړه د څه وخت لپاره سکوت غوره کړ دې ځنډ هم په مطبوعاتي او هم په سیاسي فضا کې د کابل طالبانو د مذاکراتو په اړه یو ډول ابهامات رامنځته کړل.

د کابل ـ طالبانو د خبرو اصلي ماجرا

دا چې د طالبانو ـ کابل ترمنځ د خبرو اصلي ماجرا څه ده سیاسي شنونکي یې په اړه بیلابیل نظرونه لري .

هغه شنونکي چې د طالبانو د سیاسي فعالیت او د هغوی د نشراتي تګلارې له ځانګړي طرز او ځینو تفراداتو سره بلدیت لري د هغوی له نظره د کابل ـ طالبانو ترمنځ خبرې ناشونې ښکاري، هغوی د دې ناشونتیا دلیل دا خبره بولي چې د طالبانو د مشر تابه دریځ د طالبانو د سیاسي او نشراتي پالیسې محور ګڼل کیږي او پر هر کار چې د طالبانو د مشر تابه توافق وي هغه په هماغې لحظې د دوی په رسمي اعلامیو کې هم منعکس کیږي.

او په کومه خبره چې د مشر تابه توافق نه وي اویا د هغه د کیفیت په اړه د مشرتابه د امر او حکم وضاحت نه وي نو د طالبانو رسمي ویاند هم ورباندې ګونګه روزه شي ( سکوت غوره کړي).

له کابل سره د طالبانو د مذاکراتو خبر د پاکستاني لوړ پوړي پلاوي تر سفر وروسته د سیمه ییزو رسنیو لخوا په مطبوعاتو کې راڅرګند شو، خو یادو رسنیو هم دغه خبر په داسې مجمل ډول نشر کړ چې هیڅ ډول وضاحت ورکې نه وه، یواځې رسنۍ له دغه خبري اجمال او ابهام سره نه وې مخ؛ بلکې ولسمشر اشرف غني هم د امریکا له نوي دفاع وزیر اشتن کارتر سره د خپل وروستي مطبوعاتي کانفرانس په مهال د دغو خبرو د وضاحت په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: (( موږ دغو خبروته خوشبینه یوو خو په دې اړه زغرد ځواب د سولې بهیر له خطر سره مخامخولی شي.))

ټول هغه څه چې د تیرې سه شنبې له ورځې راهیسې د طالبانو ـ کابل د مذاکراتو په اړه په رسنیو کې اوړي را اوړي هغه فقط له کابل سره د طالبانو د مخامخ خبرو موضوع ده فقط.

دا چې په کومو شرائطو، په کومو موضوعاتو څه ډول مذاکرات څه وخت، او چیرته به ترسره کیږي تر اوسه پوري هیڅ رسنۍ هم ورباندې وضاحت نه دی کړی او نه ورسره د وضاحت په اړه څه سته.

له کابل سره د طالبانو د خبرو په اړه د طالبانو موقف

په ۲۰۱۳ کال کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر تر پرانیستلو او د هغه له پاسه د طالبانو د بیرغ او لوحې نصبولو پر سر د کابل حکومت د مخالفت په مهال طالبانو په خپلو رسمي اعلامیو کې په مکرر ډول دا خبره واضحه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د مقاومت اصلي لوری امریکایان دي؛ ځکه هغوی د یوه پوځي اقدام له لارې افغانستان اشغال کړی او افغانانو یې په مقابل کې مقاومت پیل کړی، اوس چې امریکایان دیته تیارشوی چې د سوله ییزو مذاکراتو له لارې له طالبانو سره خبره وکړي د طالبانو لومړۍ ترجیح هم له امریکایانو سره خبرې کول دي.

طالبانو په خپلو اعلامیو کې وخت ناوخت د دې وضاحت کړی چې د افغانستان د لانجې اساسي مشکل د امریکایانو اشغال دی، نو تر څو چې د دغه اساسي مشکل په اړه د هغه له اصلي عاملینو (امریکایانو) سره خبره نه وي فیصله شوې له ثانوي جهت (کابل) سره خبرې کول ستونزه نشي حل کولای.

او له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو لومړیتوب په دې معنا نه دی چې هغوی به نو له کابل حکومت سره بلکل خبرې نه کوي.

بلکې طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي چې د اشغالګرو ځواکونو لخوا د اشغال تر پایته رسولو وروسته د هیواد په داخلي موضوعاتو د افغان قضیې له ټولو اړونده جهتونو سره خبرې کیږي او د قضیې د مربوطو موضوعاتو په اړه به ورسره تبادل نظر کیږي.

د کابل ـ طالبانو ترمنځ د خبرو اوازه څرنګه تر رسنیو ورسیده؟

دری مهم لاملونه کیدای شي د کابل ـ طالبانو ترمنځ د شائعې د راپورته کیدو لامل شوي وي:

لومړی دا چې په ظاهري بڼه په افغانستان کې د خارجي ځواکونو د پوځي ماموریت پایته رسیدل د افغان ځواکونو په مورال منفي تاثیر کړی چې له امله یې له طالبانو سره پوځي مقابلې ته زړه نشي ټینګولای.

ځکه یادو ځواکونو چې د سلګونو زره بهرنیو ځواکونو د موجودیت په مهال د طالبانو د مقابلې توان نه درلود اوس خو هغوی له تسلیحاتي او لوجیستیکي اړخه نور هم کمزوري شوي او له طالبانو سره د مخامخ کیدو جرأت یې بایللی ځکه نو د امریکایانو په دستور او طراحې سره په دغه حساس وخت کې د کابل طالبانو تر منځ د مذاکراتو اوازه خپره شوه تر څو افغان ځواکونو ته په تبلغاتي لحاظ مورال ورکړل شي چې سږکال به هغوی د تیر په څیر له پوځي مقابلو او لانجو سره نه مخامخ کیږي؛ بلکې د طالب ځواکونو د مقابلې پرځای ټوله موضوع د هغوی له مشرانو سره د خبرو له لارې حل کیږي.

دوهم دا چې امریکایان غواړي خپل اشغال ته د مبرر لټولو لپاره په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل کړي او هغه په دې توګه چې د خپلې میډیا په وسیله د کابل ـ طالبانو ترمنځ د روغې جوړې او سوله ییزو مذاکراتو موضوع ګرمه وساتي، په دې کار سره داعش او یا نورو هغو ډلو ته چې مخکې تر مخکې د امریکايانو په دستور په افغاني ساحه کې د هغوي د تکثر او تولید پروژه پیل شوې دا پلمه په لاس ورکړي چې طالبانو د جهاد په پریښودلو سره د کابل له امریکا پلوې حکومت سره د روغې جوړې او سوله ییزو مذاکراتو لاره ونیوله باید د هغوی په مقابل کې د جهادي آرمانونو د تحفظ لپاره اقدام وشي، چې په دې وسیله به د افغانانو ترمنځ د یوې بلې کورنۍ جګړې د پیښیدلو امکانات برابرشي.

دریم طالبانو ته نیږدي سرچینې د کابل ـ طالبانو ترمنځ د اوسنيو شائعاتو لامل د طالبانو د مشر تابه هغه توجیهي هدایات بولي چې وخت ناوخت یې د خپلو وسله والو د پوځي (جهادي) لارښود په حیث هغوی ته صادروي.

په یاد و توجیهي هدایاتو کې د نورو پوځي لارښونو تر څنګ داسې توجهیات هم وي چې له امریکایانو او کابل حکومت سره د پوځي مقابلې تر څنګ پر داسې مذاکراتو هم غور کیدای شي چې په هغو کې د افغانستان لوړې ګټې او جهادي آرمانونه خوندې وي، او د طالبانو لخوا د قطر د فتر ایجاد شوی د دې لپاره دی چې د دغه ډول مذاکراتو لپاره ترې کار واخیستل شي.

اوس چې له یوه معمولي ځنډ وروسته د کابل ـ طالبانو ترمنځ د اصلي ماجرا په اړه د طالبانو رسمي اعلامیه صادره شوه نو په هغې کې هرڅه ښکاره او په دې اړه ټول هغه ابهامات چې د د غې حادې موضوع په اړه له رسنیو او سیاستوالو سره راپیدا شوي وه په مکمله توګه له منځه یوړل شول.

ځکه په اعلامیه کې د افغان قضیې له ټولو اړونده لوریو سره د مذاکراتو او خبرو په اړه د طالبانو رسمي موقف واضح شوی.

خلاصه:

د کابل ـ طالبانو ترمنځ مذاکرات یو مهمه موضوع او د هغې رد او تائید تر بل هرچا خپله د طالبانو د رسمي ویاند په اظهاراتو سره ښه کیدای شي.

د طالبانو او امریکایانو د مواجهې تاریخ ته که وکتل شي نو طالبانو د خپل حاکمیت په مهال هم امریکایانو ته د ټولو اړونده موضوعاتو په اړه د تقابل او تصادم پرځای د تفاهم توصیه کوله، خو امریکایانو چې هغه مهال د تکبر او تفوق خُمار له سده ایستلي ول له طالبانو سره د تفاهم پر ځای د تصادم لاره ونیوله.

اوس چې د امریکایانو لخوا د افغانستان د اشغال پر لانجې ۱۳ کلونه تیر شوي او امریکایان هم په سیاسي او هم په پوځي لحاظ په دغې لانجې کې پاتې راغلي نو مجبورا یې د مذاکراتو او تفاهم لاره نیولې.

اوس هم که امریکایان د وخت ضایع کولو پرځای له طالبانو سره په صادقانه توګه مذاکرات وکړي ښايي تر همدې بي ځایه زور آزمايي ډیره ګټه ورته وکړي.

او کوم تبلیغاتي مذاکرات چې هغه د افغانانو د داخلي ستونزې د حل په حیث نه، بلکې د جګړې د یوه لوري لخوا د بل لوري پرخلاف د ابزاري یا فشاري وسیلې په توګه کارول کیږي په هیڅ ډول موثریت نه لري، بلکې په افغانستان کې د وضعیت د مزید بحران او کړکیچ لامل ګرځي.

څه چې وا قعیت دی هغه دا چې جګړه د افغانانو د کور په انګړ کې د اجنبيانو په دستور د هغوی د استعماري اهدافو د تحقق لپاره پیل شوې، د دغې جګړې ختمول د افغانانو په شخصي ارادې او غیر ابزاري مذاکراتو پوري اړه لري، که د جګړې په ختمولو کې افغاني اراده دخیله نه وي او یا هغه قصدا له پامه غورځول کیږي نو د جګړې اور به د تل لپاره همداسې بل پاتې وي.

خدای تعالی دی افغان ځوریدلي ولس ته د دې بصیرت او توفیق ورکړي چې خپله لانجه په خپله حل او جګړه ځپلی هیواد یې په ټوله سیمه کې د امن ، سوکالۍ او ترقۍ مر کز وګرځول شي . اللهم آمین .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

محترم لیکوال صاحب وایمه الله دی په قلم او پوهه کی برکت واچوه ډیر جالب او په واقعیت ولاړ تحلیل مو کړی ده او د افغان ځوریدلی مسلمان او مومن ولس په ضد مو په کی د اسلام ددښمنانو له ډیرو خطرناکو دسایسو او شومو اهدافو نه پرده پورته کړی ماشا ا لله جزاک الله خیرا جزا وجعل ذلک فی میزان حسناتک او دنن ټکی آسیا محترمو چلونکو ته دی هم الله اجر ورکړی چی خپله دا ویبپاڼه یی په فرهنگی ډګر کی د مسلمه امت وخدمت ته وقف کړی کوم چی په اسلامی پوهه او بصیرت ځوان ذهنونه تنویروی… نور لوستل »

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام د کابل ګوډاګی اداره له سولې څخه بیل او ځانته مفهوم لري داسې مفهوم چې تحقق یې په جګړماری باندې ولاړ ده داسې جګړه ماري چې د اشغالګرانو له مرستې پرته یې پر مخ نشي وړلای. مثالونه یې د امنیتي کرغیړن ټړوم لاسلیک، د افغانانو په ځورولو او وژلو کې زیاتوالی او تر ټولو روښانه مثال یی په جنوب غرب کې د پراخو جګړه مارو عملیاتو لړی ده. نو پس د طالبانو دا دریځ او موقف چې باید په لومړي سر کې له امریکایانو سره مذاکرات وشي ډېر پر ځای او منطقي ده، ددې مذاکراتو… نور لوستل »

azad

jazakallah

raz mohammed mohmend

پښتو/ دري ژبو تبصره ولیکئ. اداره

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x