نړۍ

نوې څیړنه: امریکايي پوځ کې درواغ ویل عادي خبره ګڼل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۴مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د پخوانیو پوځي پروفیسرانو له خوا په یوه تر سره شوې څیړنه کې ویل شوي چې د امریکا په پوځ کې درواغ ویل یو عادي خبر ده او د امریکا پوځیان دې ته په غیر قصدي توګه هڅول کیږي چې هغوی درواغ ووايي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د خبر سره سم دغه څیړنه تیره سې شنبه خپره شوه، چې په کې د پوځ پخوانیو افسرانو او اوسني پوځي پروفیسرانو ګډون کړی وو. د څېړنې له مخې درواغ ویل په امریکايي پوځ کې یو ډیره عادي خبره ګرځېدلی، تر دې چې ددغه ادارې لوړ افسران او پوځي غړي دا نه خوښوي چې په دې خبره اعتراف وکړي.

په دغه څیړنه کې د بد اخلاقي ځیني لويي پيښې، د اداري فساد ځیني سترې پېښي چې د سمندري ځواکونو لوی جنرالان په کې ښکېل وه او یا د هغوی له خوا په ماتحتو د جنسي تیریو او اړیکو پيښي را منځته شوې، څیړل شوي.

دغه څیړنه کې ویل شوي چې د امریکا ټول ځواکونه دغه ستونزه لري، خو دا څیړنه یوازي پر پوځ باندي شوې، ځکه چې څیړونکې ددغه ادارې پخواني افسران دی، او خپل د ادارې سره بلد خلک دي.

څېړنې زیاته کړې، چې د امریکا پوځ د خپل عادي او عملي ژوند په هره برخه کې د مشرانو څخه نیولې بیا تر کشرانو پوري د درواغو څخه کار اخلي او په درواغو چلیږي.

څیړنه وايي چې پوځي افسران د مشرانو څخه نیولې تر کشرانو پوري ټول هغه وخت ډیر درواغ وايي کله چې دوی د خپل تیارسۍ حالت په اړه راپور ورکوي، کله چې دوی خپل په ادارو کې د مراقبت او خپلو وسایلو د تیارۍ صفايۍ او سموالي په اړه راپور ورکوي. څېړنې له مخې امریکايي پوځیان هغه وخت تر ټولو ډير دروغ وايي کله چي دوی د افغانستان او عراق څخه د جګړې راپورونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x