افغانستان

ناټو ځواکونه وایی دحقاني ډلي یومهم مشریی نیول دي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۱) کابل: په افغانستان کی میشت دناټو ځواکونه وایی په افغانستان کی یی دحقاني ډلی یولوړرتبه چارواکی چي په افغانستان کي دننه یی دعملیاتومسؤلیت په غاړه درلود نیولي دي. په کابل کی دناټو ځواکونو له مطبوعاتي دفترڅخه په ورکړل شوی خبرکي راغلي دي چي ځواکونو یی له پاکستان سره پرپوله باندی په پکتیا ولایت کی دحاجی مالي خان په نامه سره دحقاني ډلي یو مهم مشرنیولي دي.

په افغانستاني کي دبهرنیو ځواکونو ټلوالي دحاجي مالي خان نیونه دحقاني ډلي په وړاندي روانه جګړه کي یوه لویه لاس ته راوړنه بللي ده، دناټو ځواکونه وایی چي خان یی دسراج اوبدرالدین په تره سره پیژندلي دي. په دی وروستیو کی امریکایی سرچینو خبرورکړی وو، چي په افغانستان کي دحکومت په خلاف جنګیدونکو ډلو کی دحقاني ډله ترټولو خطرناکه ډله ده، چي له دواړو لورو افغانی طالبانو اوهم القاعده سره نژدي اړیکي لري. نن ټکی اسیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x