افغانستان

کرزی: د امریکا او ناټو جګړییز ماموریت ناکام و

نن ټکی اسیا (کب ۴مه ۱۳۹۳ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د ARD او DPA خبري اژانس سره په یوې تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې امریکايي او ناټو جګړییز ماموریت چې د زرګونو کسانو په وژنه تمام شو، ناکام و.

حامد کرزی چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته امریکايي الوتکو کې کابل ته راغی او ولسمشر وټاکل شو، په خپلو خبرو کې په امریکا او ناټو ځواکونو نېوکې کړي دي.

هغه ویلي چې په سیمه کې «ترهګرۍ» نوره هم وده کړې او القاعده او اسلامي دولت ګروپونو څخه لا هم «نړۍ متأثره ده».

کرزي په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ماتيدو په اړه ویلي چې دوی د «تروریزم» په ځپلو کې ناکام شوي.

کرزی چې د ستمبر په ۲۹مه د واکه لرې شو او پر ځای يې ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني کیناست په خپل څرګندونو کې همدا راز ویلي چې ده خپل د ولسمشرۍ وخت تېر کړی، دی اوس د تاریخ برخه ده او نه غواړي تاریخ تکرار کړي.

حامد کرزی چې د واکمنۍ تر لرې کېدو وروسته يې د بهرنیو ځواکونو پر ضد تېزې څرګندونې پیل کړي ویلي چې امریکا د نظامي اډو د لاسته راوړلو وروسته د طالبانو پر ضد جګړه پريښې ده.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه پر طالبانو هوايي عملیات کوي او ورځ تر بلې د امریکايي ځواکونو د بمباریو خبر ورکول کیږي.

کرزی چې امریکايانو کابل ته راوست په خپلو خبرو کې ویلي چې د امریکا سره د افغانستان په بمبارۍ کې له دې امله مخالفت کاوه چې دا جګړه د افغانستان نه ده او دا کار باید دوام ونه کړي.

کرزي په خپل پیغام کې طالبانو او د افغانستان خلکو ته ویلي چې «طالبان دې راشي، د سولې خبرو ته دې کیني، حکومت سره دې مذاکرات وکړي، د افغانانو په توګه، د ازدو افغانانو په توګه. موږ یې په مطلقه توګه ملاتړ کوو».

د یادونې وړ ده چې طالبانو د سولې او مذاکراتو لپاره لومړنی شرط د بهرني ځواکونو وتل ګڼي. ګډ حکومت د کار پر لومړۍ ورځ د ټول ولسي مخالفت سربېره د امریکا سره د ۱۰ کلونو لپاره امنیتي تړون لاسلیک کړ او امریکا ته یې په هېواد کې د ۱۰ کلونو لپاره ۹ پوځي اډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x