نړۍ

فارن پاليسي: افغانستان زموږ لپاره له ويتنامه کم نه و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۵مه ۱۳۹۳ل(: امريکايي مجلې فارن پاليسي افغانستان کې د امريکايي عسکرو د ماتې د څېړنې په اړه د سياسي، نظامي او ستراتيژيکو چارو پوهانو سره خبرې او بحثونه کوي او تېرو ديارلسو کالو کې د امريکايي عسکرو په ماتې او کمزوريو څېړنې کوي.

فارن پاليسي دا ځل د امريکا د سمندري ځواکو د پوهنتون يوې پروفيسرې ډاکټر ټي نيګين پيګي سره د امريکايي عسکرو د ماتې په اړه خبرې کړي دي.

ډاکټر پيګي ۲۰۱۳-۲۰۱۴م کال افغانستان کې د امريکايي او ناټو عسکرو د نظامي عملياتو سلاکاره وه.

«موږ ولې په افغانستان کې ماتې وخوړه» د فارن پاليسي د دې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر پيګي وايي، چې امريکايي عسکر د خپل دښمن په پيژندلو کې پاتې راغلي وو او تېرو څوارلسو کالو کې دښمن د افغانستان په هر ډګر کې پر دوی بريدونه او چاودنې کولې او امريکايي عسکر د دغو دښمنانو په شا تمبولو کې پاتې راغلل.

«زموږ عسکرو که په ويتنام کې توره ونه کړه، نو افغانستان هم موږ لپاره له ويتنامه کم نه و.»

موږ ولې خپل دښمن ونه شو ځپلی، دا ډېر سخت سوال دی؛ ځکه چې زموږ هېلې دا وې، چې امريکايي او ايتلافي عسکر به دښمن بلکې د دښمن راتلونکي نسلونه هم وژني او ريښې به يې په بيخ کې غوڅوي، تر څو راتلونکي وخت کې د غربي عسکرو پر ضد څوک سر راپورته نه کړي.

د امريکا لويه تېروتنه دا وه، چې افغانستان کې يې داسې يو رژيم رامنځته کړ، چې د دوی په ګومان افغان ولس ته به د منلو وړ وي، مګر امريکايي چارواکو په دغه حکومت کې داسې مجرمان کينول، چې په سختو بشري جرمونو ککړ و او افغان ولس کې يې د څو لسيزو د ظلم او وحشت کيسې روانې وې.

امريکايي عسکرو افغان امنيتي ځواکونو ته نظامي روزنه، مشورې او مرستې ورکولې او تروريزم ضد جګړې کې يې دوی سره په ګډه د سلا مشورو تر څنګ عملي جګړه کې برخه اخيسته، مګر امريکايي چارواکو په دې اړه هېڅ ستراتيژيک فکر نه و کړی.

که موږ د تروريزم ريښې له منځه نه شوای ويستلی، نو دا خو مو کولای شو، چې افغان امنيتي ځواکونه ښه وروزو، له افغانستانه د وتلو پر مهال به د امريکا ستراتيژي کې په کار راغلي وای او د امريکايي عسکرو له وتلو وروسته يې د افغانستان امنيت ټينګ کړی وای.

«زموږ چارواکو د تروريز ضد جګړ باندې له اندازې زيات ټينګار کاو او د افغان امنيتي ځواکونو له روزنې يې سترګې پټې وې.»

ډاکټر پيګي وايي، چې د پينټاګون د نظامي چيلنجونو څارونکی جېم ګلوري په دې فکر کوي، چې امريکايي عسکرو ولې خپل دښمن مات نه شو کړای، مګر د دې په ګومان تر دې هم مهمه پوښتنه دا ده، چې دوی او د دوی ايتلافيانو ولې دغې جګړې لپاره وړ او مناسب تياری نه و کړی.

«افغانستان کې زموږ د ماتې تر شا زموږ خپل رول ډېر مهم دی او دا ډېر څه زموږ د خپلو ناکامو پاليسيو له امله وشول.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

ألحمدلله ،والفضل هوماشهدبه الأعداء

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x