افغانستان

د طالبانو له ډزو وروسته د بهرنیانو یوې چینوک الوتکي بیړنۍ ناسته وکړه

ch47_chinookنن ټکی آسیا: په افغانستان کې میشتو بهرنیانو خبر ورکړ چي نن ددوی یوې هلیکوپتر الوتکي د هیواد په جنوب کې د مخالفینو د ډزو له کبله بیړنۍ ناسته وکړه.

په دغه اړه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول، چي نن د افغانستان په جنوب کې د مخالفینو (طالبانو) له خوا په سپکو وسلو ددوی پر هلیکوپتر ډزي وشوې، چي له کبله يې الوتکه بیړنۍ ناستي ته مجبوره شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چي دا الوتکه CH 47 چینوک ډوله هلیکوپتر الوتکه ده، د پيښي په وخت د یو ناروغه په انتقال بوخته وه.

او زیاته کړې چي ناروغ سره د الوتکي د عملې د ایساف له خوا په یوه بله الوتکه کې د بهرنیانو نیژدې مرکز ته ورسول شول، خو الوتکه لا په ځای پاته ده، او د هغې د لاستي راوړني هڅي رواني دي.

هغوی زیاته کړې چي په دې هکله به نور معلومات وروسته خپاره کړي، خو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کوم ډول راپور نه دی ورکړی.

له بلي خوا نن په ننګرهار ولایت کې هم د بهرنیانو یوه بې پلوټه الوتکه را غورځیدلې وه، پيښه نن سهار د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو په سیمه کې را منځته شوې وه، خو د را لویدلو د علت په اړه يې تر اوسه کوم ډول معلومات نه دي وکړه شوي، د سیمي خلکو ویلي چي د الوتکي د بیرته تر لاسه کولو لپاره د راغلي امریکایانو پر موټر باندي ماین هم وچاودېد، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې معلومات نشته.

طالبانو هم په دې اړه کوم ډول معلومات نه دي ورکړي، خو ایساف د الوتکي پيښه منلې، او د ماین د چاودني د پيښي په اړه يې زیاته کړې چي دا ډول معلومات په لاس کي نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x