افغانستان

امريکا: طالبانو سره هېڅ ډول خبرې اترې نه دي روانې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۵مه ۱۳۹۳ل(: دا څو ورځې يو شمېر ځانګړو رسنيو د ناڅرګندو سرچينو له قوله داسې خبرونه خپرول، چې ګواکې طالبانو قطر کې خپل دفتر يو ځل بيا پرانيستی او د پاکستان په منځګړيتوب يې افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پيل کړي دي.

تېره ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې وه، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو راپورونه د رسنيو خپل تحليلونه دي او دوی يې په کلکه ردوي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم په خپله وروستۍ خبرپاڼه کې ويلي، چې طالبانو سره د سولې په اړه د افغان حکومت منډې ترړې ستايي، مګر طالبانو سره د امريکايي چارواکو هېڅ ډول مستقيمې او غير مستقيمې خبرې اترې نه دي روانې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي بيګا ناوخته رسنيو ته وويل: «۲۰۱۳م کال کې چې طالبانو قطر کې خپل دفتر بند کړی، له هغې وروسته يې د افغان سولې په اړه طالبانو سره هېڅ ډول مستقيمې او غير مستقيمې خبرې اترې نه دي کړي.»

طالبانو او امريکا دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې بي بي سي پښتو او ځينو نورو رسنيو د ناڅرګندو سرچينو له قوله وويل، چې طالبانو قطر کې د مذاکراتو لپاره خپل دفتر يو ځل بيا پرانيستی او د پاکستان په واسطه يې افغان حکومت سره خبرې اترې پيل کړي.

د پېښو څارونکي وايي، يو شمېر رسنۍ او نا مسؤوله سرچينې داسې څرګندونې د دې لپاره کوي، چې عام طالبان په خپلو مشرانو بې باوره کړي او افغان ولس کې د طالبانو په اړه هغه پروپاګند لپاره دليل پيدا کړي، چې «طالبان د پاکستان په لاس کې دي.»

د کارپوهانو په اند يو شمېر کړۍ د دغو څرګندونو تر شا خپلې موخې او رازونه لري او له دې لارې غواړي، چې خپلو موخو ته ورسيږي.

د مصر د ستراتيژي مطالعاتو ريس طلعت رميح وايي، چې امريکايي چارواکي د مذاکراتو ډنډوره د دې لپاره غږوي، چې طالبان پر يو بل بې باروه کړي، مګر د ټولو هڅو او کوښښونو سربېره لا هم امريکا او ايتلافيان يې تر اوسه په دې نه دي بريالي شوي، چې طالبان سره ووېشي او په خپلو کې يې سره بې باوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x