افغانستان

طالبان: «اشغالګر» سوله نه غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۳ل): له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د افغان رسنیو د سرټکي د طالبانو او بهرنیانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه راڅرخي، خو ورسره جوخت دواړه لوریو د سولې خبرې کلکې ردکړې دي.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو ویلي چې له طالبانو سره د خبرو د پیلېدو وخت رانږدې شوی دی او ډېر ژر به ولس له دې جریانه خبر شي.

ورسره جوخت د طالبانو ویاند د سولې د خبرو په اړه تحلیل او تبصرې د رسنیو خپلې څرګندونې وبللې او ويې ويل چې دوی هیڅ ډول خبرې نه دي پیل کړې.

د دې په څنګ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له طالبانو سره د خبرو د پيلېدو راپورونه ردکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکي بېګا ناوخته رسنیو ته وویل چې دوی په قطر کې د طالبانو د دفتر له بندېدو وروسته له هغوی سره هیڅ ډول مستقیمي یا غیر مستقیمې خبرې نه دي کړي.

طالبانو پخپله اوونیز تبصره کې ویلي چې «اشغالګر» سوله نه غواړي او په افغانستان کې د جګړې پر اوږدولو خوښ دي.

په تبصره کې د بهرنیانو هغو څرګندونو ته اشارې شوې، چې لومړی يې ۲۰۱۴ز کال د خپلو ټولو عسکرو د وتلو کال ګڼلی و، خو وروسته يې ۲۰۱۶ز وروستی کال وګاڼه؛ مګر د امریکا د دفاع نوي وزیر کابل ته په خپل سفر کې ويلي چې دوی به پر دې هم یو ځلې بیا غور وکړي.

طالبانو د خپلې تبصرې په اوږدو کې ویلي چې اشتن کارتر د تېرې یکشنبې په ورځ «د ګډې اداري له مشر مامور اشرف غني سره په مطبوعاتي ګډ کنفرانس کې اعلان وکړ “چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پلان له سره غور کوي“، دا ډول څرګندونې په حقیقت کې د افغان ستونزې د هواري پر مخ کلکه او درنه څیپړه ده، او د امریکا حکومت همیشنی عادت دی چې دافغانستان د ستونزې د هواري هڅي، سبوتاژ کوي او په خلاف یې داسې څرګندونې کوي چې سوله په نطفه کې خنثی کړي.»

طالبانو یو ځل بیا پخپل دریځ ټینګار کړی «د افغانستان اسلامي امارت د پخوا په څیر د خپل ثابت دریځ یادونه کوي، د اشغال خاتمه او د اسلامي خپلواک نظام قیام د سولې مهم شرطونه دي، په هیواد کې د بهرنیو قواوو شتون د سولې په مخ کښې تر ټولو لوی خنډ دی، اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو ته په کار ده چې د اشغال د موضوع اهمیت ته متوجه شي، د افغانانو حساسیتونه په نظر کې ونیسي.»

دا چې ولې د دواړو لوریو «طالب – امریکا » پر رد سربېره د سولې اړوند خبرونه دومره رسنیز شول؟ د سیاسي چارو کارپوه عبدالرحیم ثاقب وايي چې په ظاهري بڼه په افغانستان کې د بهرنیانو د پوځي ماموریت پای ته رسېدل د افغان عسکرو په روحیه منفي تاثیر کړی او له هغوی سره د مقابلې زړه نشي کولای، «ځکه یادو ځواکونو چې د سلګونو زره بهرنیو ځواکونو د موجودیت په مهال د طالبانو د مقابلې توان نه درلود اوس خو هغوی له تسلیحاتي او لوجیستیکي اړخه نور هم کمزوري شوي او له طالبانو سره د مخامخ کیدو جرأت یې بایللی ځکه نو د امریکایانو په دستور او طراحې سره په دغه حساس وخت کې د کابل طالبانو تر منځ د مذاکراتو اوازه خپره شوه تر څو افغان ځواکونو ته په تبلغاتي لحاظ مورال ورکړل شي چې سږکال به هغوی د تیر په څیر له پوځي مقابلو او لانجو سره نه مخامخ کیږي؛ بلکې د طالب ځواکونو د مقابلې پرځای ټوله موضوع د هغوی له مشرانو سره د خبرو له لارې حل کیږي.»

ثاقب وړاندې وايي چې «اوس هم که امریکایان د وخت ضایع کولو پرځای له طالبانو سره په صادقانه توګه مذاکرات وکړي ښايي تر همدې بي ځایه زور آزمايي ډیره ګټه ورته وکړي.»

د کتونکو په نظر د امریکا پر رد سربېره د سولې د مذاکراتو اړوند د افغان حکومت څرګندونې دا په ډاګه کوي چې د دوی ترمنځ د پخوا په څېر همغږي نه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

چا ویل هسی چه اسمان غریږی هسی نه وریږی ، امریکایان وځی مګر هغه څه چه وایی هغه نه کوی او هغه څه چه کوی هغه نه وایی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x