برتانیې خپلو عسکرو ته د ځانوژنې امر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۳ل): د برتانیې پوځ خپلو هغو عسکرو ته چې په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې جنګیږی، امر کړی چې که چیرې د داعش لخوا ژوندي نیول کیدل باید مخکې له نیول کیدو څخه ځانوژنه وکړي.

د داعش پر خلاف د نړیوال ایتلاف په پوځي اشر کې جنګیدونکو برتانوي پوځیانو ته په تازه اوامرو کې ویل شوي چې د شاجور اخیرنۍ مرمۍ دې په جګړه کې نه فیر کوي او دا مرمۍ به د ښې او بدې لپاره له ځان سره ساتي.

دغو پوځیانو ته ویل شوي، که چیرې پوهیدل چې د داعش لاس ته ژوندي لویږي د خپلې وسلې شپیلۍ به پر ځان را اړوي او ځانوژنه به کوي.

برتانیه خپلو پوځیانو ته وروسته له هغه د ځانوژنې امر کوي چې تېره میاشت داعش د «معاذ الکساسبه» په نامه اردنی پیلوټ په ژوندوني وسوزاوه او ۲۱ مصري قبطیان یې ووژل.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د