افغانستان

زلمي رسول: د رباني د وژني وروسته بیا هم دطالبانو سره د سولي پروسه دوام لري

نن ټکی آسیا: د افغانستان وزیر خارجه زلمای رسول د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا په غونډه کي وویل چي د سولي د عالي کمیسیون د مشر استاد رباني د وژني وروسته بیا هم د طالبانو د تحریک د جنګیالیو سره د سولي خبري اتري رواني دي.

او زیاته يې کړه: که څه هم د رباني مرګ زمونږ د ټولو لپاره یو نه جبرانیدونکی زیان دی، خو زه غواړم تاسو ته اطمینان درکړم

چي دسولي هغه پروسه چي د رباني د مرګ تر مخه شروع شوې وه، هغه به هغسي دوام لري، مونږ د طالبانو د حکومت د ړنګیدا وروسته ډیري داسي مراحل تیري کړي دي، او ددې خطرناکې دورې څخه د تیریدو لپاره مونږ د نړیوالي ټولني پوره کومک ته ډیره اړتیا لرو.

د بلي خوا د روسیې دسفیر مرستیال ایغور بانکین وویل چي د امریکا له خوا د اسامه وژني هیڅ ستونزي نه دي هواري کړي، او مونږ ته دا خبره د طالبانو له خوا څخه په غټو بریدونو کې ، او همداسي د جګ پوړو اشخاصو د وژلو څخه مالومیږي، او همداسي په پاکستان کې ورځ تر بلي تاوتریخوالی زیاتیږي او د نړیوالو ځواکونو په مرګ ژوبله کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

هغه په هغو سیمو کې چي افغاني ځواکونو ته په کښي امنیتي مسئولیت سپارل سوی دی، خپل د هیواد انديښنه څرګنده کړه، او زیاته يې کړه چي که څه هم هلته اوس امریکایان ددغو ځواکونو د کومک لپاره موجود دي، خو امنیتي وضعیت هلته سم نه دی.

د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته رالیږل شوي استازي ستیفان دی متسورا بیا را رواني درې میاشتي د افغانستان لپاره ډیري مهمي وبللي، او زیاته يې کړه چي په دغو میاشتو کې به امنیتي وضعه نوره هم کړکیچنه شي.. او ولسي خلکو ته به په کښي ډیر زیان ورسیږي.

د امریکا سفیري سوزان رایس وویل چي د ربانی وژني د نړیوالو تصمیم نور هم قوي کړی چي د افغانستان سره خپلي مرستي ته دوام ورکړي.

د فرنسې سفیر وویل چي باید نړیوال د افغانستان په اړه خپل ږغ یو کړي او ټولو ته دا پيغام ورسیږي چي نړی د افغانستان په اړه یو نظر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x