نړۍ

حوثي ملېشو دوه يمني وزيران تښتولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۵مه ۱۳۹۳ل(: يمن کې ايران پلوو شيعه حوثي ملېشو د نسکور شوي حکومت دوه وزيران تښتولي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې حوثي ملېشو د نسکور شوي ولسمشر هادي منصور عبدربه د کابينې د سوادګريزو چارو وزير او د يمن ټولنيز ګوند لوړپوړی چارواکی او د کابينې غړی محمد السعدي تښتولي دي.

راپورونه وايي، چې دواړه وزيران له عدن ښاره سل کيلو ميټره لرې وو او غوښتل يې، چې ځانونه ولسمشر عبد ربه منصور ته ورسوي، چې لاره کې حوثي ملېشو وتښتول.

څه موده وړاندې حوثي ملېشو د يمن پلازمېنه صنعا ونيوله، د ولسمشر په ګډون يو شمېر مهم چارواکي يې يرغمل کړي وو او تېره شنبه ولسمشر عبد ربه منصور د حوثيانو له يرغمله ځان خلاص کړ او عدن ښار کې يې خپل کورته ځان ورساو.

دا څو ورځې عبد ربه منصور له دغه ځايه د حوثيانو د کودتا پر ضد فعاليتونه کوي او يمني ولس د ولسمشر په ملاتړ لاريونونه او مظاهرې پيل کړي دي.

د تېر کال په پای کې حوثي ملېشو د يمن پلازمېنه صنعا ونيوله، پارلمان او اساسي قانون يې لغوه اعلان کړ.

صنعا کې د نا امنيو له امله امريکا، بريتانا، ايټاليا او ګڼو نورو لويديزو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي دي.

د يمن ولسمشر هادي منصور عبد ربه د کابينې غړو او پارلماني وکيلانو ته اعلان کړی، چې عدن ښار ته ځانونه ورسوي او له دې ځايه به حکومتي چارې او د حوثي کودتا چيانو پر ضد فعاليتونه کوي.

الجزيرې تلويزون د يمن د سياسي ګوندونو له قوله وايي، چې اوو سياسي ډلو د ولسمشر هادي منصور د ملاتړ اعلان کړی او د ولسمشر په ملاتړ به ولسي مظاهرې او لاريونونه کوي او دغه کودتا يې په سختو ټکو غندلې ده.

عربي رسنۍ يمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي جمال بن عمر له قوله ليکي، چې د يمن سياسي ګوندونه يې راغوښتي او په يو پټ ځای کې به د يمن روانې کشالي په اړه بحثونه او پرېکړه کوي.

تېره ورځ هم پلازمېنه صنعا، عدن او ګڼو نورو ښارونو کې د حوثي کودتاچيانو پر ضد مظاهرې وشوې او له دوی يې وغوښتل، چې له پلازمېنې ووځي.

د يمن په لر و بر کې ولسي مظاهرو د ولسمشر عبد ربه منصور ملاتړ اعلان کړی او له حوثيانو يې غوښتي، چې يرغمل شوي حکومتي چارواکي خوشې کړي له صنعا ووځي.

حوثيان څوک دي؟

انصار الله ډله، چې په يمني حوثيانو پيژندل کيږي، ۱۹۹۲م کال د حسين حوثي له خوا جوړه شوې او يمن کې د ايران په مرسته د حکومت او ولسي سنيانو پر ضد وسله وال عمليات کوي.

راپورونه وايي، چې دغه ډله يمن کې د سنيانو پر کورونو بريدونه کوي او د هغوی ښځې، ماشومان او سپين ږيري وژني او کورونه يې لوټي او تر اوسه د سعودي عربستان، امريکا او نړيوالو بشري ټولنو په ګډون هيچا د حوثيانو د ظلمونو او تېريو په اړه څه نه دي ويلي.

دمنځني ختيځ د چارو کارپوهان وايي، چې د حوثيانو د وسله وال پاڅون ستره موخه د يمن پر ځای سعودي عربستان دی او د وخت په تېرېدو به دغه هېواد کې هم خپل قوي فعاليتونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x