افغانستان

غزنی: ترافیکي پېښه کې ۲۱ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۳ل): د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت مرکز ته څېرمه په ترافيکي پېښه کې ۲۱تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وايي چې دغه ترافيکي پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې مرکز ته څېرمه په شهباز سیمه کې شوې ده، چې ۲۰ تنه پکې ټپیان او یو بل وژل شوی دی.

د سرچینې په قول پېښه د کابل – کندهار په لویه لاره د یو درې سوه درې موټر او ټيلر تر منځ شوې ده، چې ټپیان يې روغتون ته رسول شوي دي.

د ننګ په خبره په ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي، چې د ځینو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

تر دې وړاندې هم د کابل – کندهار په لویه لاره مسافرو د درې سوه درې ډوله موټر له چلوونکو شکایت کړی او ویلي يې دي چې ډېری يې نشه يي ځوانان وي چې د موټر سپرلۍ ورته کوم ارزښت نه لري.

څو ورځې وړاندې هم د غزني ښار ته څېرمه په روضه کلي کې د ترافیکي پېښې له امله اوو تنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، چې دا پېښه هم د درې سوه درې ډوله موټر او کرولا موټر ترمنځ شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x