افغانستان

پاکستان: آی ایس آی حقاني ګروپ ته یوه پیسه او نه هم یوه مرمۍ ورکړې

نن ټکی آسیا: د پاکستان د څارګري ادارې ISI مشر جنرال شجاع پاشا د امریکا له خوا هغه ټوله تورونه رد کړه چي ګواکي پاکستان د حقاني شبکې سره مرسته کوي.

هغه په خپله وینا کي چي تیره ورځ يې د ټول پاکستان د سیاسي ګوندونو د مشرانو په مخ کي وکړه وویل: دلته نور داسي ځیني استخباراتي شبکې سته چي د هغو ګروپونو سره مرسته کوي چي په افغانستان کې دننه عسکري فعالیت کوي،

خو مونږ هیڅ کله یوه روپي هم دغو ډلو ته نه ده ورکړې، او نه مو هم کله یوه مرمۍ حقاني نیټ ورک ته ورکړې.

هغه زیاته کړه چي د امریکا له خوا شمالي وزیرستان ته فوځونه را استول، او هلته عسکري عملیات پیلول دپاکستان لپاره هیڅ د منلي وړ نه دي، او د پاکستان فوځ به داسي یو اقدام ته کلک ځواب ووايي، او خپل د خاوري دفاع به وکړي.

امریکا په افغانستان کې د یرغل د لومړی ورځي څخه پر پاکستان فشار اچوي، چي د وزیرستان په سیمه کې د وسلوالو طالبانو په ضد پراخ عملیات وکړي، خو دا فشار وروسته تر هغه خورا زیات سوی له کومه چي د امریکا لوی درستیز مایک مولن د جنرال شجاع پاشا څارګره اداره په دې تورنه کړه چي د حقاني نیټ ورک سره همکاري کوي، او په وزیرستان کې ورسره په ګډه پلانونه جوړه وي.

د تیري ورځي په غونډه کې چي د پاکستان ټوله سیاسي تنظیمونه سره راټول شوي وه، په یوه ګډه اعلامیه کې دا خبره رد کړه چي پاکستان دې د وسلوالو سره لاس لري، او د پاکستان دفوځ سره يې خپله کلکه هم غږي څرګنده کړه.

د امریکا لوی درستیز مایک مولن په خپلو خبرو ټینګار کړی وو، او زیاته کړې وه چي آی ایس آی حقاني ګروپ ته مالي او لوجستیکي کومک ورکوي، او همداسي د پاکستان څخه افغانستان ته د تګ لاره ورته برابره وي.

مایک مولن په یوه بله راډیو مرکه کي ویلي وه: زه دا نه وایم چي دوی (پاکستان) په یوه شپه کې دا ټوله کنټروله ولای سي، او دا هم نه وایم چي دپاکستان فوځ او یا آی ایس آی پر حقاني ګروپ باندي پوره کنټرول لري، خو حقاني ګروپ هلته خوندی ځایونه لري، او هم القاعده هلته اوسیږي.

د سپيني ماڼۍ ویاند جې کیرني وویل چي د پاکستان سره د امریکا اړیکي پيچلي دي، خو ډیري مهمي دي.

هغه وویل چي په دې کې شک نشته چي مونږ پر ځینو مسلو باندي اختلاف سره لرو، او لږ مو اړیکي سره پيچلي دي، خو مونږ په ډاګه خبره کوو، او خپل ږغ پاکستاني هم منصبو ته رسوو.

دامریکا په کانګریس کې د جمهوریانو یو باصلاحیته سناتور لینډسی ګراهام وویل چي په کانګریس کې دننه د پاکستان په خاوره کې د ډرون بریدونو څخه علاوه د ځمکني بریدونو لپاره همغږي ورځ په ورځ زیاتیږي.

او زیاته يې کړه چي پاکستان پر دې سربیره چي د امریکا څخه په ملیاردونو ډالره کومک اخلي، د حقاني ګروپ پر ضد عملیاتو ته زړه نه ښه کوي.

خو پاکستان وايي چي دوی د ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۱ څخه د امریکا له خوا د ترهګری په ضد جګړه کې تر امریکا زیاتي قربانی ورکړي دي، او په دې لړ کې زیات شمیر ملکيان او فوځي عسکر وژل شوي دي.

د اسامه بن لادن پر کور باندي د امریکا خپل سري برید د پاکستان حکومت او فوځ د ولس له خوا د سختو انتقادونو سره مخ کړ، ځکه دوی نه غواړي چي د حقاني ګروپ په ضد یو ځل بیا په پاکستان ورته عملیات تر سره سي، چي له کبله به يې د پاکستاني ولس اعتبار بیخي د خپل حکومت او فوځ څخه پورته سي.

ګراهام د رویټرز سره په یوه مرکه کي ویلي وه چي د امریکا کانګریس کیدای سي پر پاکستان باندي د برید فیصله منظوره کړي، چي په هغو کې به امریکايي جنګي الوتکي دننه په پاکستاني کي خپل اهداف په نښه کوي، خو زیاته يې کړه چي زه نه غواړم زمونږ فوځ په پاکستان کې ځمکني عملیات ترسره کړي.

ګراهام وویل چي په افغانستان کې د امریکايي فوځیانو د خوندي کولو لپاره مونږ تر هر حد تیریدلای سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x