افغانستان

حنیف اتمر په قطر کې دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی.

د قطر د دولتي اژانس نن – سه شنبه – خبر ورکړی چې حنیف اتمر هغه هېواد ته د یو پلاوي په مشرۍ تللی او د ګډو اړیکو په اړه غږېدلی دی.

د دې اژانس د راپور له مخې حنیف اتمر تېره شپه د قطر د لومړي وزیر سره لیدلي دي.

اتمر له شیخ عبدالله بن ناصر بن خلیفه آل ثاني سره په خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او د دې اړیکو د پالنې او ټینګښت په اړه خبرې کړې دي.

د قطر دولتي اژانس د حنیف اتمر د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم افغان حکومت د خپل سلاکار د سفر په اړه څه ويلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د سولې د مذاکراتو په اړه د ګډ حکومت دواړو مشرانو تودې څرګندونې کړې دي.

ورسره جوخت د طالبانو ویاند د سولې د خبرو په اړه تحلیل او تبصرې د رسنیو خپلې څرګندونې وبللې او ويې ويل چې دوی هیڅ ډول خبرې نه دي پیل کړې.

د دې په څنګ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له طالبانو سره د خبرو د پيلېدو راپورونه ردکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکي بېګا ناوخته رسنیو ته وویل چې دوی په قطر کې د طالبانو د دفتر له بندېدو وروسته له هغوی سره هیڅ ډول مستقیمي یا غیر مستقیمې خبرې نه دي کړي.

https://www.youtube.com/watch?v=Ta8ksBRWoCs

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x