افغانستان

د اردو شپږ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي دي.

له دې وزارته خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د چاودنو او نښتو له امله د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي او په خبره يې اوه دېرش طالبانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د خبر پاڼې له مخې د اردو عسکر په هلمند، وردګ، زابل، کندوز او کاپیسا کې د عملیاتو په مهال وژل شوي دي.

له بله اړخه طالبان وايي چې دوی په رزوګان، هلمند، کندوز، زابل او لوګر کې د اردو عسکرو، پولیسو او اربکیانو ته درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده، چې د هلمند په مارجه کې يې یوه پوسته هم تر خپل واک لاندې کړې ده.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د مارجې په سیستاني سیمه کې د ملامالک پوسته بشپړه له عسکرو خالي کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: «هغه جګړه چې پرون غرمه د یادي ولسوالۍ اړوند دسستاني په سیمه کې د مجاهدینو له لوري د خیبر عملیاتو په لړ کې د ګوډاګیانو په مرکزونو او پوستو پیل مازدیګر څلور بجې د ملا مالک پوسته چې په سیمه کې ډېر مهم حیثیت لري په بشپړه توګه فتح شوه او پکې ۲ تنه ګوډاګي پولیس ځای پر ځای قتل یو ژوبل او یو ژوندی ونیول شو او پاتي نور يې په تېښته بریالي شول.»

دا په داسې حال کې دی چې د هلمند په مارجه، سنګین، نادعلي او ځینو نورو سیمو کې د دولت له لوري د طالبانو پر ضد عملیات روان دي چې دواړ خواوې پکې د درنې مرګ ـ ژوبلې دعوې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
shahed safi

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
مونګ له نن ټکی آسیا د خدمت څخه راضی یو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x