افغانستان

په روانه میاشت کې د وژل شویو بهرني عسکرو شمېر ۵۱ تنو ته پورته سو

4american-troops-afghanistanنن ټکی آسیا: تیره ورځ بهرني عسکرو خپل د ۴ نورو عسکرو وژل کیدل اعلان کړه.

په دې اړه د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په جلا جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې وویل شول، چي د افغانستان په جنوب کې د تیری چهارشنبې په ورځ د یو ماین چاودني له کبله ۳ تنه بهرني عسکر ووژل شول..او په بله خبرپاڼه کې وویل چي د افغانستان په جنوب کې یو تن بهرنی عسکر تیره ورځ (پنجشنبه) باندي ووژل شو.

د یادوني وړ ده چي د چهار شنبې په ورځ هم بهرنیانو په خپلو خبرپاڼو کې ویلي وو، چي پنځه تنه يې په دغه ورځ ووژل شول.

په دې سره یوازي د چهار شنبې په ورځ ددوی له خوا ۸ تنه اعلان شوه، او یو عسکر تیره ورځ د پنجشنبې په ورځ ووژل شو، چي په دې توګه په روانه میلادي میاشت کې تر اوسه بهرني عسکرو خپل د ۵۱ تنو وژل کیدل اعلان کړه.

خو په دې شمیرو کې اکثره څیړونکي اعتراض کوي، او دا د حقیقت څخه لیري بولي، ځکه هغوی فکر کوي، چي کیدای شي چي د بهرنیانو د وژنو شمیر تر دې څو چنده زیات وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x