ورزش

کرس ګیل بیا بې شمېره ریکارډونه جوړ کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۵مه ۱۳۹۳ل): په نړیوال جام کې د ویسټ انډیز او زمبابوۍ تر منځ لوبه کې کرس ګیل او مارلن سیمیولز پیاوړې توپوهنې (بیټنګ) یو ځل بیا په یو ورځېنیو لوبو کې ریکارډونو جوړ کړي دي.

د ویسټ انډيز پیاوړي لوبغاړي کرس ګیل په ۱۳۸ بالونو ۲ سلیزې (۲۰۰) منډې وکړې چې په نړیوالو یو ورځينۍ لوبو په تاریخ کې تر ټولو تیزې ۲ سلیزې (۲۰۰) جوړولو ریکارډ دی.

همدا راز ۵ کاله وړاندې په همدې ورځ (فرورۍ ۲۴مه) د هند مشهور توپوهونکی سچن ټنډولکر په لومړي ځل ۲۰۰ منډې وکړې او کرس ګیل بیا ۵ کاله وروسته د ټنډولکر ریکارډ په همدې ورځ (فرورۍ ۲۴مه) مات کړ.

کرس ګیل تر هند وروسته لومړنی لوبغاړی شو چې ۲۰۰ منډې جوړوي. تر دې وړاندې ۳ ځل ۲۰۰ منډې جوړې شوي او ۳ واړه هندي لوبغاړو جوړ کړي دي.

په نړیوال یو ورځينو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې هندي لوبغاړي روهیت شرما کړي. هغه د سري لنکا پر خلاف ۲۶۴ منډې جوړې کړي دي چې تر دې دمه چا يې دغه ریکارډ نه دی مات کړی.

سربېره پر دې کرس ګیل په نړیوال جام کې لومړنی لوبغاړی شو چې ۲۰۰ او زیاتې منډې جوړوي. پخوا دغه ریکارډ د جنوبي افریقا ګیري کرسټن سره وه چې په ۱۹۹۶ز کال کې یې د عربي امارتو پر خلاف ۱۸۸ منډې جوړې کړې وې.

کرس ګیل په کرکټ یواځینی لوبغاړی دی چې په ۲۰ اوریزو کې یې سلیزه، په یو ورځينۍ کې ۲ سلیزې او په ټیسټ لوبو کې يې ۳ سلیزې وهلي دي. دا ریکارډ تر دې دمه په کرکټ کې هیچا نه دی جوړ کړی.

کرس ګیل په ننۍ لوبه کې ۱۶ شپږیزې ووهلې او په نړیوالو یو وروځينۍ لوبو کې یې د نورو سره ریکارډ برابر کړ. په یو ورځينۍ لوبو کې تر دې مهاله روهیت شرما او ډي ویلیرز ۱۶ -۱۶ شپږیزې وهلي دي او کرس ګیل هم په دغه ریکارډ کې ځان شامل کړ.

هغه د ۲ سلیزو سربېره د مارلن سیمیولز سره ۳۷۲ منډې په ګډه جوړې کړې چې د نړیوال جام سربېره په کرکټ کې د ګډو منډو یا پارټنرشيپ جوړلو نوی ریکارډ دی.

دغه ریکارډ لومړی د هند سارو ګنګولي او راهول ډریويډ سره و. هغوی په ۱۹۹۹ نړیوال جام کې د سري لنکا ۳۱۸ ګډې منډې جوړې کړې. په عادي یو ورځينۍ لوبو کې بیا سچن ټنډولکر او ډریويډ ۳۳۱ منډې شراکت کړی و چې نن د کرس ګیل او سیمیولز لخوا مات شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x