د پاريس په اسمان پنځه بې پيلوټه الوتکې ليدل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۵مه ۱۳۹۳ل(: فرانسوي چارواکو ويلي، چې تېره شپه ناوخته د پلازمېنې پاريس په اسمان پنځه بې پيلوټه الوتکې ليدل شوي او تر اوسه يې د کنټرول کوونکو د نيولو هڅې روانې دي.

فرانسوي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې دغه څارګرې الوتکې د امريکا سفارت، ايفل برجونو په ګډون د پاريس په مهمو امنيتي ځايونو ګرځېدلي دي.

«کېدای شي دا څارګرې الوتکې د دښمن د يو ځانګړي پلان برخه وي، مګر موږ تر اوسه د پلټنې پايلو ته نه يو رسېدلي.»

امنيتي سرچينې وايي، چې تېره شپه دوی هڅه وکړه، چې څارګرې الوتکې او د کنټرول کوونکو ځای يې معلوم کړي، مګر تر اوسه هم دوی نه  دي بريالي شوي.

چارواکي وايي، چې د هېواد استخباراتو ته يې دنده سپارلې، چې د پېښې په ځانګړې توګه د امريکا سفارت د پاسه د دغو بې پيلوټه الوتکو د څار پلټنه وکړي او په لنډه موده کې يې اړوندو امنيتي ارګانونو ته پايلې وسپاري.

د تېرې جنوري په شلمه هم ولسمشرۍ ماڼۍ «اليزيه» په اسمان يوې بې پيلوټه الوتکې څار کړی و، مګر تر اوسه هم دا نه ده څرګنده شوې، چې دغه بې پيلوټه الوتکه له کومه ځايه راغلې وه.

د تېر کال اکتوبر مياشت کې هم نا څرګندو بې پيلوټه الوتکو د فرانسې د اتومي انرژۍ مرکز ته څېرمه څارنه کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د