افغانستان

دقلات اومیزاني ترمنځ تړل شوی سړک یوځل بیا خلاص شو

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۳۰) دزابل مرکزقلات ښار اودمیزاني ولسوالي ترمنځ غزیدلي سړک له یوه کاله بندي دو څخه وروسته تیره ورځ یوځل بیا دترافیکو پرمخ خلاص شو، حکومتي چارواکي وایی دقلات له ښار څخه بیادمیزاني ولسوالي ترمرکزپوري ۴۰ کیلو مټري غزیدلي سړک باندی دسړک جوړوني کاروبشپړیدو ته نژدي دي اوکار ور باندی روان دي کیدای شي ډیر ژر بشپړ شي.

دزابل مرستیال والی له رسنیو سردخبرو پرمهال وویل دحکومت مخالف وسلوال پرسړک دبمونو دخښولو په واسطه اکثره کوښښ کوی چي سړک دترافیکوپه وړاندي بند کړی، خوله دی وروسته به دسړک امنیتي چاري افغان ملي فوځ ته سپاري ترڅو دسړک امنیت وساتی.

دمیزاني ولسوالي یوه اوسیدونکی له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل دسړک جوړوني ټول لوجیستکي توکی په دالوتکو په واسطه ترسیمي پوري رسول کیږي ترڅو حکومت وکولای شي په لږ وخت کي دخلګو مشکلات حل کړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x