د عثماني خلفاو نیکه سلیمان شاه او د قبر اهمیت یې

ليكوال: نعمان منلی

کالم : نښتر

د سلیمان شاه د جسد د انتقال تاریخي او سیاسي شالید

په کال 1973م کې هم ترکانو د عثماني خلفاو د نیکه سلیمان شاه جسد د فرات له غاړې لري کړ و اوس دا څو شپې مخکي یې له سوريې نه انقرې ته راورساوه، دا په داسې حال کې چې د سلیمان شاه جسد اصلا د فرات ماهیانو اته سوه کاله پخوا خوړلی دی او دا قبر یې تش د نوم قبر دی نو ترکي حکومت یې دوه ځله تش نوم انتقال کړ او یو ځل یې مخکي له فرنسویانو سره د دې قبر په اړه یوه معاهده هم کړې وه، پوښتنه دا ده چې سلیمان شاه څوک و او د قبر اهمیت یې ولې دومره زیات دی؟ دې پوښتنې ته په دې کالم کې ځواب نغښتی دی، دا موضوع که نور اهمیت ونه لري د تاریخ ذوق لرونکو ته دلچسپه ده او بل دا چې ترکان هم عجیب ولس ده د اتاترک له وخته یې عثماني کورنۍ له ترکي نه په زور وشړل شوه ایله څه موده مخکي هغوی ته ترکيي ته د ستنېدلو اجازه ورکړل شوه او دا په داسې حال کې چې اوس به د عثمانیانو د کورنۍ نوی نسل به د غربیت په رنګ کې رنګیدلی وي.

سلیمان شاه څوک و؟

سليمان شاه د قتلمش زوی د عثماني دولت د مؤسس سلطان عثمان الأول بن أرطغرل نیکه و، دی د یوې نسبة کوچنۍ کورنۍ چې پنځه زره افراد یې لرل ؛ مشر و ، او دا کورنۍ په (قايا) سره یادیدله، دی څه د پاسه اته سوه کاله پخوا له خپلې کورنۍ سره د مغولو له وېري له ترکيي نه سوریې ته وتښتیدی، په سوریه کې د جعبر کلا خوا ته چې په کال 1231 کې له خپلي کورنۍ سره د ” فرات” په نهر پوريوتی په فرات کې غرق شو او جسد یې هم اوبو لاهو کړ او کورنۍ یې د جعبر کلا خواته د ده په نوم قبر جوړ کړ. کله چې سلطان سليم الأول د ” مرج دابق ” له جګړې وروسته سوریه ونیوله حلب ته د نږدې کیدلو په مهال په 8 د اګست په كال 1516م کې د سلیمان شاه د نوم په قبر ښایسته زیارت جوړ کړ، او د سلطان عبدالحمید الثاني په وخت کې د ده زیارت ته توجه لا زیاته شوه.

په کال 1921 کې چې سوریه د فرانسي له اشغال لاندې وه د ترکيي حکومت له فرنسویانو سره یوه معاهده وکړه چې د سلیمان شاه د مقبرې سیمه به د ترکيي د حکومت په واک کې وي او هلته به د ترکيي بیرغ ردول کیږي او د سایکس بیکو تر تړونه پوري دا سیمه د ترکيي په واک کې وه. د سلیمان شاه زیارت د سوريي په شمال کې د حلب په کلیواله سیمه کې د فرات په غاړه ” اشمه” نومي ځای کې پروت ده چې ترکي حدودو ته تقریا دیرش کیلومیتره مسافه لري.

په کال 1968 کې د سوريي حکومت د الطبقه په سیمه کې په د فرات په سیند د بند تړلو پروسه تیاره کړه، نو دلته وېره رامنځته شوه چې د سلیمان شاه مقبره به له اوبو ولاندې شي، نو پرېکړه شوه چې د ده په نوم جسد بل ځای ته انتقال شي، او په کال 1973 کې له خپله ځایه د ” قره قوزاق” غونډیو ته انتقال شو، په کال 2010 کې ترکي ولسمشر دې سیمي ته سفر وکړ او د سلیمان شاه قبر یې مرمت کړ.

دا څو ورځي مخکي رسنیو دا لاندې خبر خپور کړ: د ترکيې لومړی وزير داود اوغلو وايي، چې د عثماني خلافت د بنسټګر عثمان ارطغول د پلار سليمان شاه د جسد پاتې شوني يې د سوريې حلب څخه ترکيې ته راوړی دی.الاناضول خبري اژانس د ترکي چارواکو له قوله وايي، چې تېره شپه نهه بجې ۳۹ ترکي ټانکونه، ۵۷ زغره وال موټر سل پوځي موټر او ګڼې څارګرې او ايف ۱۶ الوتکې يې د سوريې حلب سيمې ته لېږلي وې او د عثماني خلافت د نيکه سليمان شاه د جسد پاتې شوني يې ترکيې ته راوړل. الاناضول خبري اژانس زياتوي، چې ترکي ځواکونو د سوريې حلب او الرقة ښار تر منځ «اشمة» کلی او شاوخوا سيمه محاصره کړه، د ترکيې بيرغ يې پورته کړ او د ارواښاد سليمان شاه د جسد پاتې شوني يې له حلب څخه ترکيې ته راوړل.

د عثماني خلافت نيکه د جسد له راويستو او ټولو مهمو معنوي او تاريخي اثارو له را ټولولو وروسته ترکي ځواکونو د زيارت ټولې ودانۍ ونړولې، تر څو راتلونکي وخت کې څوک د دغه ځای د ناوړه کارولو هڅه ونه کړي. راپورونه وايي، چې د ارواښاد سليمان شاه د جسد پاتې شوني انقره کې خاورو ته سپارل شوي دي.

الاناضول خبري اژانس زياتوي، چې د سليمان شاه د جسد د نقلولو پر مهال ترکيې سوريه کې نړيوالو ځواکونو ته خبر وکړی و، ځکه چې دا وېره هم وه، که ترکيې نړيوالو ځواکونو ته خبر نه وای ورکړی، نو دا امکان و، چې پر ترکي ځواکونو دې بمبار وشي. ترکي حکومت څه موده وړاندې سوريه کې د جګړو دواړو لوريو ته اعلان کړی و، چې د خپلو جګړو پر مهال دې د عثماني خلاف د نيکه له قبره څخه ځانونه لرې ساتي او هېڅوک بايد د سليمان شاه زيارت ته د زيان اړولو هڅه ونه کړي. ( له نن ټکی اسیا نه ) .

د موجوده انتقال اصلي وجه دا ده چې سیمي ته د اسلامي دولت (داعش) ځواکونه رانږدې شوي دي او په شاوخوا کې سختي جکړې رواني دي او د اسلامي دولت کسانو په عراق او سوریه کې څو ځایه زیارتونه او لوی قبرونه نړولي دي نو ترکان وویریدل چې که اسلامي دولت دا سیمه ونیسي نو د سلیمان شاه قبر به هم نړوي، لکه څه موده مخکي د ترکيي د دفاع وزیر عصمت یلماظ وویل: د سلیمان شاه د قبر لورته د داعش د ډلې رانږدې کیدل زموږ قومي امن ته خطر دی. او له هغه نه دفاع زموږ ملي وجیبه ده او د هغه د ساتني له پاره به موږ خپل ټول ځواک کاروو ، بلاخر ترکیانو په 21 فروري 2015، د سلیمان شاه د نوم قبر انقرې ته انتقال کړ.

اصلا د سلیمان شاه د نوم قبر د ترکي ملییت رنګ اخیستی و او په سیمه کې د اسلامي ځواکونو د پرمختګ لامله ترکیانو اندېښمنه لرله چې دې ملي نشې ته یې صدمه ونه رسیږي، د ترکیانو موجوده سیاسي او عقیدوي حالت که څه هم ګډوډ غوندي ده یو لور ته اردوګان کوښښ کوي ځیني اسلامي شعایر خپل کړي او بل لورته په ناټو کې له شتون سره په اروپايي ټولنه کې د ګډون زاړه ارمان ترلاسه کولو له پاره هم لاس او پښې وهي چې دا کوخي په سیکولرزم باندې له ثبات پرته نه شي ترلاسه کولی، بناء د سلیمان شاه د نوم د انتقال موضوع د ترکيي ملي موضوع ده او په سیمه کې د اسلامي دولت له خطر نه د ځان ژغورلو اتیات.

تبصرې (2)

  • تبصره به ځکه د کار نه یې درته ښکاره شوې چې د ځیني جذباتي اسلامپالو له عام مزاج او د اردوګان په اړه د دوی له ذوق او جذباتو سره سمون نه خوري خو حقیقت حقیقت ده هغه باید وویل شي شاید ځیني پخپلو جذباتي نظرونو بیا فکر کولو ته ځیر کړي او کنه دوی پوه او کار یې .