fbpx

کرس ګیل ۲ سلیزو زمبابوۍ ماته کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۵مه ۱۳۹۳ل): د ویسټ انډيز مشهور لوبغاړي کرس ګیل ۲ سلیزو زمبابوۍ ته په ۷۳ منډو ماته کړه.

د نړیوال جام ۱۵مه سیالي د ویسټ انډيز او زمبابوۍ تر منځ وه. پچه ویسټ انډيز وګټله او لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړه. (نور ولولئ: کرس ګیل بیا بې شمېره ریکارډونه جوړ کړل)

د ویسټ انډيز لومړنی لوبغاړی سمیت په لومړي بال په صفر منډه وسوځېد او داسې ښکاریده چې ښايي ویسټ انډيز تر فشار لاندې راشي او کمې منډې وکړي.

خو کرس ګیل او سیمیولز لوبه پیل کړه. په ۱۱ اورونو کې ویسټ انډیز ۵۰ منډې جوړې کړې. کریس ګیل بیټنګ په کرار کاوه، هغه په ۶۵ بالونو ۵۰ منډې جوړې کړې. وروسته یې تېزه لوبه پیل کړه او په ۱۰۵ بالونو یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

کرس ګیل نور هم تېزه لوبه پیل کړه او یواځې په ۱۵ بالونو يې ۵۰ نورې منډې جوړې کړي او ۱۵۰ منډې یې پوره کړې.

هغه په ۱۸ نورو بالونو نور ۵۰ منډې جوړې کړې او ۲۰۰ منډې يې پوره کړې او همدې سره یې د تیزې ۲سلیزې ریکارډ جوړ کړ.

په عین حال کې سیمیولز په ننۍ لوبه کې ۱۳۳ منډې جوړې کړې. خو د کرس ګیل په پرتله یې بیټنګ ورو وکړ. هغه په ۱۵۶ بالونو ۱۳۳ منډې جوړې کړې.

ویسټ انډيز په ننۍ سیالۍ کې زمبابوۍ ته په ټاکل شوو ۵۰ اورنو کې ۳۷۳ منډې هدف وټاکلو.

د ۳۷۳ منډو په ځواب کې زمبابوۍ لومړی لوبه ښه پیل کړه، خو د سر ۲ لوبغاړي يې ژر وسوځېد. وروسته ټایلر(۳۷)، ویلیمز (۷۶) او اروین (۵۲) ښه لوبه پیل کړه او که سوځېدلي نه وای ښايي ویسټ انډيز ته یې هدف پوره کړی و.

زمبابوۍ په ۴۴،۳ اورونو کې ۲۸۹ منډې وکړې او ویسټ انډيز ته یې لوبه وبایلله.

زمبابوۍ تر دې وړاندې دوې لوبې بایللي او یوه یې د عربي اماراتو څخه ګټلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د