شعـــــرونه

غزل – حمدالله حلميار

شاعر: حمدالله حلیمیار

شونډې مو پترۍ شوې د خندا او د ژړا تر منځ

ژوند دی تیروو یې بس د خوف او د رجاء تر منځ

دل مو شول سرونه د ولاء او دبراء تر منځ

وینې دي تویږې د روا او ناروا تر منځ

زما په زورولو کي چي دواړو لاس یو کړی دي

خامخا تړون شته د رقیب او د اشنا ترمنځ

«لمر همیش ملګري پر نیمی لاره پرې ایښي وي

سور شفق یې پریښود د تیارې او د رڼا ترمنځ»

هر انسان ژوندي دی هم په مینه هم په سا باندي

هیڅ تفاوت نشته دی دمینې او د سا ترمنځ

زړونه چي مو یو شول حلمیاره داسې وبوله

ختمې فاصلې شوې نورې تل زما او ستا تر منځ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x