شعـــــرونه

زرګر – عبدالاحد حماد

شاعر: عبدالاحد حماد

زه چې هرځل ملاوستنی ګردنی کړم

زوړ تاریخ دمیوندونو رازلمی کړم

خبر نه یې ؟ زه بې مرګه مبارز یم

غواړم مرګ په بې احساسو راژوندی کړم

د شهید له پاکو وینو اوبدل شوی

ښکلی ګل به دټوپک دخولې ځونډی کړم

د ثواب په نیت دي دومره ډبومه

چې دي مړ یا دي هم زما په رنګ سړی کړم

ستا دجال دجال خویونو ته چې ګورم

ځان ښکاره راته مهدي هغه ګړی کړم

د ملالي دټپې نذر مي ایښی

چې پیدا کوم ټوپکی یا اربکی کړم

چې اغزی شي دکافر خزان دسترګو

ښایسته به په غزاوو پسرلی کړم

مرمري ګوتي دي تاوي له ماشې شوې

طالب جانه ! کاش چې ځان درنه لوګی کړم

عقل دومره دسرخوږ راکړ ملګرو

چې تر روغو لیونو یې لیونی کړم

حماد ستا په شاني ومه دغره کاڼی

د زرګر دخیال سندان رنګین غمی کړم

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x