د ترکیې دوې جیټ الوتکې غورځېدلی، څلور پيلوټان یې وژل شوي

نن ټکی اسیا (چار شنبه، کب ۶مه ۱۳۹۳ل): تیره ورځ ناوخته په یوه پيښه کې د ترکیې د هیواد دوه جیټ الوتکې غورځېدلي چې له کبله یې په کښي سپاره څلور پيلوټان وژل شوي.

د ترکیې د رسمي سرچینو په قول دغه اولتکي د هیواد په وسط کې هغه مهال غورځېدلي کله چې هغوی د پوځي تمریناتو لپاره په پرواز بوختي وې.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر «افکان آلا» ویلي: ددواړو الوتکو عمله چې څلور کسان وه، ټول وژل شوي.
نوموړي وویل چې دوی د الوتکو پاتي شوني موندلي، کوم چې د ملاطیه په نامه ولایت کې د (اقجه داغ) په سیمه کې غورځېدلی.
ویل شوي چې دغه سیمه د سوریې د پولي څخه ۱۵۰ کیلومتره لیري ده.
ویل کیږي چې دغه دواړي الوتکي په همدې ولایت کې د هوايي ځواک د ۷نمبر میدان څخه د شپنیو تمریناتو په خاطر پرواز کړی وو.

تر اوسه د پيښي د علت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي، او نه هم ددې سبب موندلی شوی چې دواړي الوتکي په یوه وخت څرنګه غورځېدلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د