پنجشير کې ۷ کورونه تر واورو لاندې شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان په ګاونډ پنجشير ولایت کې ۷ کورونه تر وارو لاندې شوي دي.

د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په پریانو او مرکز ته څېرمه سیمو ګې په ۷ کورونو کې شاوخوا ۴۴ تنه تر وارو لاندې شوي دي.

د دوی په قول تر اوسه يې له لاندې شویو کسانو څخه یوازې د ۱۶ تنو جسدونه راایستلي دي.

د پنجشیر سرپرست والي عبدالرحمن کبیري رسنیو ته ويلي چې دوی له نن سهار راهیسې د مرکز په ملسفه او ارغچ سیمو کې د ۲۸ تنو لاندې شویو کسانو په را ایستلو بوخت دي.

د کبیري په وینا په تېرو دوو ورځو کې تر متر هم ډېره واوره شوې چې ډېرې لويې لارې يې تړلې دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د پنجشیر په ګاوڼد بدخشان کې هم د واورې ښويېدو له امله ۱۲ تنه ووژل شول.

تر هغه وړاندې هم د بدخشان په یمګان ولسوالي کې د واورې ښويېدو له امله ۲۰ کورونه تخریب او ۱۳ تنو ته پکې مرګ ـ ژوبله واوښته، چې د سیمې د خلکو له قوله تر اوسه ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.

یاده دې وي په بدخشان کې د واورې د ډېر اورښت له امله له مرکز فیض اباد سره د ۱۳ ولسوالیو لارې تړلې پاتې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د