افغانستان

په جلا جلا پيښو کې د بهرنیانو پنځه تنه عسکر ووژل شول

NATOsoldierskilledinAfghanistanنن ټکی آسیا: تیره ورځ د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو پنځه تنه عسکر ووژل شول.

د امریکا په مشری د بهرني ځواکونو د رسنیز مرکز څخه په جلا جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې خبر ورکړه شو، چي تیره د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د یو ماین د چاودني له کبله د ایساف ۳ تنه عسکر ووژل شول، او په یوه بله خبرپاڼه کې وویل شول چي دافغانستان په جنوب کې یو تن بهرنی عسکر چي په غیرجنګي پيښه کې ټپي شوی وو،

نن خپل ژوند له لاسه ورکړ، او ددې تر مخه ایساف منلي وه چي د افغانستان په وردګ ولایت کې یو تن بهرنی عسکر ووژل شو، چي بیا د نیوزیلانډ له خوا اعلان وشو، چي وژل شوی بهرنی عسکر ددوی د هیواد تابع وو، او په خاصو ځواکونو کې دنده ترسره کول.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت سپتمبر کې د بهرنیانو له خوا تر اوسه خپل ۴۷ تنو وژل اعلان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x