افغانستان

ولایتي شوراګانو ته د نظارت حق بېرته ورکړل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): د سیمه ییزو ارګانونو مسؤولین وايي چې د ولایتي شوراګانو غړو ته له هغوی نه اخیستل شوی حق بېرته ورکړل شو.

ولسي جرګې د ژمینو رخصتیو تر پیل وړاندې هغه قانون تصویب کړ، چې له مخې يې ولایتي شوراګانو څخه د نظارت حق واخیستل شو.

د پلازمېنې په شمول نږدې د ټول هېواد ولایتي شوراګانو خپل دفترونه په اعتراضي ډول وتړل او له دولته يې وغوښتل چې خپل اخیستل شوی حق بېرته ورکړل شي.

د سیمه ییزو ارګانونو ویاند تواب غورځنګ پرون – سه شنبه – رسنیو ته وویل چې ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق بېرته ورکړل شو.

غورځنګ وويل چې د ګډ حکومت مشر به ډېر ژر یو تقنیني فرمان صادر کړي چې له مخې به يې د ولسي جرګې له لوري تصویب شوی قانون لغوه وګڼل شي او ولایتي شوراګانې به وکولای شي چې په دولتي ادارو کې د نظارت حق ولري.

ورسره جوخت د ولایتي  شوراګانو د همغږۍ د کمیسیون او د کابل ولایتي شوار مشر سید عبدالرحمن وايي چې که څه هم سیمه ییزو ارګانونو په شفاهي توګه له دوی نه اخیستل شوی صلاحیت بېرته ورکړ، خو په خبره يې تر څو چې د ګډ حکومت مشر فرمان صادر نه کړي  ولایتي شوراګانو د دفترونو دروازې به تړلې وي.

ولایتي شوراګانو ته وروسته له هغه اخیستل شوی حق ورکړل شو، چې څو ورځې وړاندې د ځینو ولایتي شوراګانو مشرانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې په دې موضوع کې له نوموړي نه د مرستې غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x