نړۍ

امریکا ۲۵کاله وروسته صومال ته سفیره وټاکله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه ۱۳۹۳ل): د امریکا متحده ایالتو افریقايي اسلامي هېواد صومال ته چې د څو لسیزو راپدیخوا په کې جګړې روانې دي، سفیره ټاکلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر باراک اوباما کاترین اس ډانانی د صومال سفیره ټاکلې او دا تر ۱۹۹۱ز کال وروسته په صومال کې د امریکا لومړۍ سفیره ده. خبرپاڼې دغه ټاکنه «تاریخي» ګڼلې او ویلي یې دي چې ددې سربېره د کاترین اس ډاناني ټاکنه د کانګرس موافقې ته اړتیا لري.

که څه هم امریکا صومال ته نوې سفیره وټاکله خو په موغادیشو کې خپل سفارت نه پرانیزي بلکې امریکايي سفیره به د صومال اړوند چارې د کینیا په نیروبي کې د امریکا سفارت څخه پر مخ وړي.

بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې زیاته کړې چې دوی د صومال سره ديپلوماتیکو اړیکو د پراخولو لپاره کارونه تیزوي او همدا راز که امنیتي شروطو اجازه ورکړه په پلازمېنه موغادیشو کې به خپل سفارت پرانیزي.

امریکا همدا راز ویلي چې دوی غواړي د صومال سره اړیکي پراخه کړي، څو صومال د هغو جګړو څخه چې د څو لسیزو راپدیخوا په کې ښکیل دی، راوباسي.

واشنګټن صومال ته په داسې حال کې سفیر لیږي چې نېږدې یوه اونۍ وړاندې د صومال حکومت مخالفې وسله ‌والې ډلې «شباب مجاهدینو» په پلازمېنه موغادیشو کې پر یوه هوټل برید وکړ چې په ترڅ کې وزیرانو او پارلمان وکیلانو په شمول د حکومت ۲۰ چارواکي ووژل شول.

شباب د القاعده نړیوال جهادي تنظیم اړوند ډله ده. دغه ډله زیاتره وخت د امریکا او اروپا په هغو کښتیو بریدونه کوي چې نورو هېوادونو ته تجارتي سامان انتقالوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x