افغانستان

هرات چاودني پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۹)څو شیبي مخکی خبرراورسیدی چی دافغانستان په لویدځ هرات ښارکي دیوي بمی چاودني له کبله دري پولیس وژل شوی اوڅلور نور ژوبل شوی دي په وژل شویو پولیسو کی یوه ښځينه پولیسه هم شامله ده.

دهرات هوایی ډګرمسؤل سید شریف محمدي له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل چي چاودنه دهرات دښاراوهوایی ډګرترمنځ غزیدلي سړک باندی رامنځ ته شوی ده، چاودنه دیوه موترسایکل په واسطه چي چاودیدونکي مواد ورپکښي ځای پرځای شوی وو، رامنځ ته شوی ده

خبرکی راغلی چاودنه کي یوه ښځینه پولیس افیسره وژل شوی، دموټرچلونکي په شمول څلورتنه نورپولیس ژوبل شوی دي، اودچاودني ځای ته څیرمه تیریدونکي موټرسایکل سواره چي یو نارینه اوبله یی ښځینه وو هغو هم دچاودني له امله ژوند له لاسه ورکړی دي.

دهرات دسمیزروغتون مشر ډاکترله له رسنیو سره په خبروکي وویل ددوتنو ښځو په شمول دري مړي اودڅلورو ښځینه پولیسو په شمول لس تنه ژوبل کسان روغتون ته راوړل شوی دي، نوموړی زیاته کړه په ژوبل کسانو ددرو تنو وضعیت داندیښني وړدي.

ډاکټر وویل  دري کسه شدیدزخمیان دهرات له سمیز روغتون څخه دایساف وروغتون نقل شوی دی اونورپاته یی زمونږسره تردرملنی لاندی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x