روغتیا

۲۰ دقيقې مزل مو په کال کې ۴ کیلو وزن کموي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۶مه ۱۳۹۳ل): د جرمني په شمال کې د «مستهلک د ملاتړ مرکز» په خپلې یوې څېړنه کې خلکو ته مشوره ورکړې چې د ورځې ۲۰ دقېقې مزل وکړي او په کال کې خپل څلور کیلو وزن کم کړي.

څېړنې ویلي چې دا په متوسط ډول د ورځې ۸۰ کالرویز « په بدن كې دخوړو انرژي» او په کال کې تقریبا ۳۰ زره کالرویز سوځوي.

د څېړنې له مخې ۳۰ کالوریز د ۴ کیلوګرامو وازدې سره برابره ده، یعنی که سړی هره ورځ ۲۰ دقېقې مزل  درست کال وکړي نو  ۴ کیلو وزن به یې کم شي.

دغه مرکز زیاته کړې چې که څوک ورزش لپاره وخت نه لري نو د ورځې پر مهال دې ځېنې نور فعالیتونه وکړي. دوی د مثال په توګه ویلي هغه مهال چې کار ته ځئ نو د ریل ګاډي لرې سټاپ ته په پښو ولاړ شئ، کوښښ وکړئ، ډير مزل وکړئ.

خو که په موټر کې ځئ بیا مو موټر د کار د ځای څخه لرې ودروئ او پاتې مزل په پښو وکړئ. همدا راز که د ملګرو ته د ډوډۍ لپاره ورځئ کوښښ وکړئ چې په میلې او ساعت تیرۍ وخت تېر کړئ.

په عین حال کې ځېنې څېړنې وايي چې په غرونو کې مزل د زړه د حملې امکان کموي او که غواړئ چې د زړه د مرضونو څخه بچ پاتې شئ نو په غرونو کې نېږدې ۲ کیلو متره مزل وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x