افغانستان

پاکستان د مشهورې افغان مېرمنې «شربت بي‌بي» تابعیت لغوه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه ۱۳۹۳ل): تېره ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د عکس په تاریخ کې تر ټولو مشهورې افغان مېرمن شربت بي بي په شمول د نوموړې د کورنۍ ۳ افغان مهاجرینو ته پاکستان د تابعیت تذکرې (شناختي کارت) ورکړل شوی دی.

ډان نیوز په خپل راپور کې ویلي چې د پاکستان د پېژندپاڼو او هویت دفتر (نادرا) د شربت بي بي او د نوموړې د کورنۍ د تابعیت تذکرې ختمې کړي دي او ددغې ادارې ۴ کسان یې له دندو ګوښه کړي دي.

د پېښور نادرا دفتر ویلي چې مشهورې افغان مېرمنې شربت بي بي، د هغې دوه زامنو رووف خان او ولي خان ته یو کال وړاندې د پاکستان تابعیت تذکره (شناختي کارت) اخېستی و.

د ډان نیوز سرچېنې وايي چې د نادرا په اسنادو کې دوه ځوانان د شربت بي بي زامن نه دي، ځکه افغان مهاجرین د شناختي کارت لاسته راوړلو لپاره نور کسان خپل بچیان ښيي.

شربت بي بي چې په ۱۹۸۴ کې د روس سره د جهاد پر مهال پاکستان ته د نورې کورنۍ سره مهاجره شوې وه، د پېښور په ناصر باغ کمپ کې اوسېدله.

نوموړې د خپلو شنو، تېزو او جالبو سترګو له کبله هغه مهال مشهوره شوه چې انځور يې په ۱۹۸۵ کال کې د نیشنل جیوګرافک مجلې پر پښتۍ چاپ شو. نوموړې بیا له صحنې ورکه شوه، تر هغه چې په ۲۰۰۲ز کال کې نیشنل جیوګرافک یو ځل بیا نوموړې وموندله او یو بل نوی انځور یې د زوړ هغې سره نشر کړ.

د نادرا د معلوماتو پر اساس شربت بي بي د پېښور په نوتیه قدیم کې اوسیږي او دوه زامن لري. خو تر دې وړاندې رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې د شربت بي بي ۳ لورګانې دي.

د شربت بي بي انځور د نیشنل جیوګرافک مجلې په تاریخ کې تر ټولو مشهور انځور ګڼل کیږي. د نوموړې انځور سټیف ماکوري د پېښور په ناصر باغ کې ویستلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x