افغانستان

ارګ هم د سولې د خبرو پیلېدل رد کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): وروسته له هغه چې د طالبانو، بهرنیانو او ګډ حکومت ترمنځ د سولې د مذاکراتو اړوند د رسنیو سرټکي ګرم شول، طالبانو له خپله اړخه د هر ډول خبرو پیلېدل رد کړل.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني ویاند هم وايي چې دوی له طالبانو سره هیڅ ډول خبرې نه دي پیل کړې.

د ارګ په اړه وروسته له هغه د خبرو د پیلېدو اړوند راپورونه رسنیز شول، چې د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر قطر ته د یو پلاوي په ملګرتیا سفر وکړ.

د ګډ حکومت د جمهوري ریاست د څانګې ویاند اجمل عبید عابدي وايي چې حنیف اتمر قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره نه دی تللی، بلکې هغه هېواد ته په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی دی.

عابدي رسنیو ته ویلي چې د ملي امنیت سلاکار د کلیو او پراختیا وزارت او بهرنیو چارو وزارت د استازیو په ملتیا قطر ته په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره سفر کړی دی.

هغه وویل چې د سولې په اړه د اشرف غني دریځ روښانه دی او په خبره يې چې هغه له مشورو وروسته د خبرو د پیلېدو په اړه فکر کوي.

اشرف غني دم ګړۍ د سولې په اړه د تېر جهاد له مشرانو سره په مشورو بوخت دی، چې څو ورځې وړاندې يې له عبدالرب رسول سیاف او محمد اسماعیل خان سره هم د سولې د خبرو په اړه په ارګ کې مشوره وکړه.

یاده دې وي طالبانو پرلپسې د سولې د خبرو پیلېدل رد کړي دي او ویلي يې دي چې په دې اړه تبصرې او څرګندونې د رسنیو خپل تحلیل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x