افغانستان

د نیوزیلاند د خاصو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو

Leon Smithنن ټکی آسیا: د نیوزیلاند لومړي وزیر جون کي وویل چي نن د نومړي هیواد د خاصو ځواکونو یو عسکر په افغانستان کې د مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.

هغه په یو مطبوعاتي غونډه کې رسنیو ته وویل چي وژل شوی عسکر پر سر باندي په مرمی هغه وخت ولګید، کله چي د هغوی یو ۱۵ کسیزه ګروپ پلازمیني کابل ته نیژدې د وردګ په ولایت کې د مخالفینو په ضد د عملیاتو لپاره تیاری نیوی.

باید وویل شي چي دا د نیوزیلانډ هیواد د خاصو ځواکونو دوهم عسکر دی چي په تیرو شپږو میاشتو کې وژل کیږي.

لومړي وزیر جون کي زیاته کړه چي زمونږ خاص ځواکونه به په افغانستان کې تر راتلونکي مارچ میاشتي پوري پاته وي، او زیاته يې کړه چي هغوی د نړیوال تروریزم پر ضد په مبارزه کې ډیره فعاله ونډه لري.

د یادوني وړ ده چي نن په کابل کې د بهرنیو ځواکونو د رسنیز مرکز له خوا اعلان شوی وو، چي نن سهار د وردګ په ولایت کې یو تن بهرنی عسکر د مخالفینو په برید کې ووژل شو، هغوی د وژل شوي عسکر هویت نه وو څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x